تازه خبرونه

په پاکستان حملو لپاره د افغانستان د خاورې استعمال بنديدل پکار دي،د ترهه ګرۍ 40 فيصده بريدونه د افغانستان د خاورې نه شويدي، بلاول

پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې فرنټ لائن کردار ادا کوي،ډير ځاني زيانونه مو برداشت کړل خو ترهه ګرو ته به سر ټيټ نه کړو،بلاول بهټو زرداري
ترهه ګري مذهب او سرحدونه نه لري د دې مخنيوي لپاره مشترکه کوششونه ضروري دي،بلاول

کشمير بشمول ټولو شخړو باندې هند سره مذاکراتو له تيار يو، بلاول

د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري اسلام آباد کښې د ترهه ګرۍ په موضوع نړي وال کانفرنس ته وينا په مهال وئيلي دي چې پاکستان تير څو کالونو راهسې د بدامنۍ ښکار دے،92 زرو نه زيات کسان دې جنګ کښې شهيد شويدي بلاول بهټو زرداري خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټۍ فورسز د عملياتو ذکر کړېدے،وئيلي ئي دي چې د راتلونکي نسلونو د تحفظ لپاره به هرحال کښې دا جنګ ګټوؤ، ترهه ګرو ته سر ټيټول د پاکستان په ډکشنرۍ کښې نشته ۔

بلاول ترهه ګري نړي واله مسئله ګرځولي ده او وئيلي ئي دي چې ترهه ګري مذهبونه او سرحدونه نه لري د دې ناسور د ختمولو لپاره مشترکه کوششونه کول پکار دي ۔ خپله وينا کښې بلاول وئيلي دي چې په پاکستان د ترهه ګرۍ د بريدونو منصوبې د پولې هغې اړخ ملکونو کښې کيږي، په افغانستان د طالبانو د قبضې نه پس په پاکستان کښې د ترهه ګرۍ حملې 40 فيصده سيوا شويدے د افغان حکومت نه مطالبه کوؤ چې دوحه امن لوظنامه کښې شوي خپلې وعدې دې پورا کړي او د دې هيواد خاوره د پاکستان خلاف د استعماليدو مخ نيوي دې وکړي ۔

د پاکستان او هند اړيکو په معامله هم بلاول بهټو زرداري خبري کړيدي وئيلي ئي دي چې نريندر مودي سيمه کښې بدامني خورول غواړي د کشمير او نورو شخړو په معامله هند سره هر وخت د مذاکراتو لپاره تيار يو ۔

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *