تازه خبرونه

وزيراعظم شهباز شريف د ايران سفارتخانې دوره،اسرائيلي جارحيت دوران په شهادتونو ئې ايران سفير سره تعزيت کړېدے

پاکستان د مشکل په دې لمحاتو کښې د ايران د حکومت او اولس سره اوګه په اوګه ولاړ دے،وزيراعظم
اسرائيلي جارحيت خلاف ايران اولس د بهادرۍ مظاهره کړې،وزيراعظم

پاکستان به هر مشکل وخت کښې د ايران ملاټر جاري ساتي،وزيراعظم

وزيراعظم شهباز شريف د ايران سفير رضا اميري مقدم سره ملاقات کړې او د اسرائيل حملو لوجې د ايران د پاسداران انقلاب او د پوځ مشر بشمول د ايټمي سائنسدانانو او عام وګړو په شهادت ئې ايران سره د خواخوګۍ اظهار کړېدے، وزير اعظم د ايران په جوهري تنصيباتو د اسرائيل او د امريکې د حملو مذمت کړېدے او وئيلي ئي دي چې پاکستاني اولس او حکومت د خپل ايراني وړوڼو حوصلو او بهادرۍ ته خراج تحسين وړاندې کوي، د ملاقات دوران د ايران او پاکستان ترمينځ اړيکو پراختيا او د ايران اسرائيل جنګ بندۍ نه پس په صورتحال خبرې اترې کړيدي،د ايران سفير رضا اميري د اسرائيلي جارحيت دوران د ايران ملاټر کولو باندې د پاکستان د حکومت شکريه ادا کړيده۔

وزيراعظم شهباز شريف وروستو تعزيتي کتاب کښې د شهيدانو په حواله خپل تاثرات ليکلي او د ژوبل کسانو د زر تر زره صحت يابۍ دعا ئې کړيده ۔ وزيراعظم هر مشکل وخت کښې د ايران ملاټر جاري ساتلو د عزم اظهار کړيدے او د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنااي او صدر مسعود پيزشکيان لپاره ئې د نيک خواهشاتو اظهار کړېدے، خارجه وزير اسحاق ډار،د وزيراعظم صلاح کار طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره د ايران سفارتخانې ته تلې وو

Related Articles

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ناقانونه ګرځولې شوې ډلي ټي ټي پي وسله وال په جنازه کې مولوي شیر علي په وینا کې ګاونډي هیوادونو ته ګواښونه ورکړي دي

January 29, 2026

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي

January 29, 2026

د وادي تیراه خلکو له ایچ ټي این سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی په ټولو پښتنو سیمو کې د امن غوښتونکي دي

January 29, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي دي چې روسیه پلان لري چې افغان طالبانو ته سپکې توپخانې او افغان پوځیانو لپاره د روزنې ورکولو پلان عملي کړي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *