تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د سیف سټي منصوبه په رسمې ډول پیل کیږي

د پولیس مشر ترمخې د سیف سټي منصوبه به د فتنه الخوارج په ضد په ګټه تمامه شي او په دې ښارونو کې به د ترهګرو پیژندنه او دوی ته لاسرسۍ تر ډیر حده پورې ممکن شي

1 min read

د پولیس مشر ذوالفقار حمید وویل چې دا پروژه به د جنوبي ضلعو په ناامنۍ، د فتنه الخوارج د کړنو په مخنیوي، او د مجرمانو په نیولو کې مهم رول ولوبوي

په بنو کې به له ۶۹ زیات ځایونو کې ۳۰۰ او لکي مروت کې به ۴۱ ځایونو کې ۲۵۰ کیمرې ولګول شي چې په دې سیمو کې د ترهګرۍ د پیښو ښه څارنه وشي او د فتنه الخوارج د ترهګریز بریدونو مخه به ونیول شي

June 27, 2025

د خیبرپښتونخوا د پولیس مشر (آئی جی پولیس) ذوالفقار حمید دځانګړې لارښوونې پر بنسټ، په ترهګرۍځپلو جنوبي سیمو ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت کې د سیف سټي پروژه پیل شوه 

په دې اړه په مرکزي پولیس دفتر کې یوه مهمه غونډه وشوه چې پکې د خیبرپښتونخوا پولیس او نیشنل ریډیو ټیلی کمیونیکیشن کارپوریشن

ترمنځ د دې ستر امنیتي پلان لپاره قرارداد لاسلیک شو.

له دې وروسته به په یاده شوېو ضلعو کې د پروژې عملي کار پیل شي، چې تمه ده دا به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي .

په دې موقعه د پولیس لوی مشر ذوالفقار حمید، اېډیشنل آی جيز اول خان، محمد علي باباخېل، ډاکټر اختر عباس، او نورو لوړپوړو افسرانو هم په دې درنه غونډه کې ګډون وکړو.

دلته ددې هم باید یادونه وشی چې د پېښور سیف سټي پروژه چې له تېرو څو لسیزو راهیسې ځنډېدلې وه، اوس د آئی جی ذوالفقار حمید په سپارښتنه د ایمرجنسي بنیادونو پر اساس فعاله شوه، او له پېښور وروسته یې د جنوبي سیمو سروې بشپړه شوه، او اوس په رسمي توګه دا منصوبه شروع شوې ده.

د سیف سټي دې لوی منصوبې ترمخه به

د ډیره اسماعیل خان شپږ اتیا ۸۶ نه زیات مهمو ځایونو لپاره ۴۰۰ د لوړ ریزولوشن والا کیمرې نصب شي.

په بنو کې به له ۶۹ زیات ځایونو کې ۳۰۰ او لکي مروت کې به ۴۱ ځایونو کې ۲۵۰ کیمرې ولګول شي چې په دې سیمو کې د ترهګرۍ د پیښو ښه څارنه وشي او د فتنه الخوارج د ترهګریز بریدونو مخه به ونیول شي .

دا مهمه منصوبه به د ۶ شپږو میاشتو تر ۸ اتو میاشتو په موده کې بشپړه شي او ددې منصوبې پای ته رسیدو وروسته به ددې ښارونو په امنیت کې ډیر ښه والې راشي.

د پولیس مشر ذوالفقار حمید وویل چې دا پروژه به د جنوبي ضلعو په ناامنۍ، د فتنه الخوارج د کړنو په مخنیوي، او د مجرمانو په نیولو کې مهم رول ولوبوي. هغه دا هم وویل چې په ښار او کوڅو کې غلاګانې جرمونه او ناسمې کړنې به تر ډېره حده تر کنټرول لاندې راشي.

نوموړي دا هم زیاته کړه چې دا پروژه د خیبرپښتونخوا پولیس لپاره د ډیجیټل بدلون یو مهم ګام دی، چې له لارې به ی د مجرمانو سمدستي پېژندنه او ریکارډ ته لاسرسی ممکن شي .

د غونډې پر مهال آئی جی ته د یادې منصوبې په اړه تفصیلي بریفنګ هم ورکړل شو

Related Articles

دوحه تړون: د افغان طالبانو پلاوې ترکیه ته روان شوې

October 24, 2025

د هنګو به بلیامینه سیمه کې نن یو ترهګریز برید ترسره شو چې په پایله کې یو پولیس لوړپوړي سره درې نور پولیسو ژوند له لاسه ورکړ

October 24, 2025

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې د تجارتي لارو څخه زیات د یو پاکستاني ژوند مهم دې

October 24, 2025

ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان یوه ویډیو چې ۳:۳۸ وخت لري ښایی چې دوی په ضلع خیبر کې امنیتي پوستې څنګه په نښه کړي

October 24, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *