تازه خبرونه

متحده قامونو د ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالي لوجې ګڼ شمير افغان مهاجرين متاثره کيدو انديښنه څرګند کړيده

ايران کښې ميشته افغان مهاجرينو ژوند د خطرې سره مخ دې ايران حکومت دې د دوي تحفظ يقيني کړي،رچرډبينيټ
د افغان کډوالو تحفظ د ايران حکومت ذمه وارې ده،رچرډبينيټ

ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالې،ايران نه افغانانو انخلا

افغانستان کښې د بشري حقونو لپاره د متحده قامونو خصوصي استازي رچرډ بينيټ خبردارې ورکړيدے چې په ايران د اسرائيل حملو لوجې دې هيواد کښې ميشته د لکونو افغانانو ژوند هم د خطرې سره مخ شوېدے،خپل بيان کښې بينيټ وئيلي دي چې نړي وال قوانينو ترمخه د کډوالو تحفظ د ايران د حکومت ذمه واري ده بايد چې تهران انتظاميه د څه قسمه خطرو نه مخکښې افغان کډوال خبر وساتي او د د دوي تحفظ دې هر حال کښې يقيني کړي ۔

په ايکس پاڼه خپل بيان کښې رچرډ بينيټ ايران او اسرائيل ته د تحمل مظاهره کولواو حملو کښې بے ګناه کسان نه په نښه کولو اپيل کړېدے ۔ د رچرډ بينيټ بيان ترمخه د ايران او اسرائيل دښمني غيرمسلح کسانو ژوند هم په خطرو کښې اچولې دے د ملکي وګړو او په خصوصي توګه کډوالو ته تحفظ ورکول د دواړو ملکونو وړومبې ترجيح پکار ده ۔

د رچرډ بينيټ بيان په داسې مهال مخې ته راغلې دے چې په ايران د اسرائيل د حملو نه پس د افغان کډوالو خپل هيواد ته انخلا عمل کښې تيزي راغلې ده د افغان کډوالو وزارت ترمخه اسرائيل ۔ ايران تاؤ تريخوالي نه پس روزانه خواؤ شا 10000 افغان مهاجرين د اسلام کله پولې د لارې هرات ولايت ته واپس راځي ۔ افغانستان ته ستنيدونکي کسانو کښې قانوني اسناد لرونکي او غير رجسټرډ کډوال هم شامل دي

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *