د اسرائيل او ايران ترمينځ روانه جهګړه خطرناک مرحله کښې داخل شويده،امريکني الوتکو فردو،نطنز او اصفهان ايټمي تنصيباتو باندې حملې کړيدي ۔ امريکني رسنيو ترمخه فردو جوهري پلانټ باندې شپږ بنکر بسټر بم داغلي شويدي او نور دوه ايټمي تنصيبات په ټوماهاک ميزائيلو په نښه کړي شوي وو،په ايران د حملې نه پس صدر ټرمپ قام ته وينا هم کړېده او وئيلي ئي دي چې امريکې د ايران درې مهم ايټمي تنصيبات په مکمله توګه تباه کړيدي ،صدر ټرمپ وائي چې دا ابتدائي حملې د ايران واکمنو له پيغام وو چې دوي دې مذاکراتو ته رضا شي ګني د حملو دا سلسله به جاري وساتو،ټرمپ وائي چې زمونږ مقصد د ايران جوهري افزودګۍ صلاحيت ختمول وو او مونږ په خپل مشن کښې کامياب شوي وو اوس امن قائمول د ايران په لاس کښې دے که چرې تهران انتظاميې داسې ونه کړل نو ايران به د دې تباهۍ تصور هم ونه کړې شي ۔
د امريکې په حملو د ايران سخت ردعمل رامخې ته شوېدے ،خارجه وزير عباس عراقچي وائي چې د پرامن مقاصد لپاره د ايران په جوهري تنصيباتو حملې د اين پي ټي ،متحده قامونو چارټر او نړي وال قوانيونو خلاف ورزي ده ، عباس عراقچي ميډيا سره خبرو په مهال وئيلي دي چې د امريکې حملې د ايران د خپلواکۍ خلاف ورزي ده د خپل دفاع،د خپلواکۍ او اولس د تحفظ لپاره ايران جواب ورکولو حق لري ۔ د ايران چارواکو جوهري تنصيبات تباه کولو په حواله د صدر ټرمپ دعوي رد کړيده او وئيلي ئي دي چې درې واړه ايټمي پلانټونه د مخکښې نه خالي کړي شوي وو ۔ اسرائيل وزيراعظم نتن ياهو د امريکې په حملو د خوشالې اظهار کړې او ټرمپ له ئې د کامياب آپريشن مبارکي ورکړيده،نتن ياهو وائي چې امريکني صدر نوي تاريخ رقم کړيدے د ايران جوهري تنصيبات تباه کولو سره به مشرقي وسطي او نړۍ کښې امن راشي ۔
د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيو ګوټريس او مختلف ملکونو په ايران د امريکني حملو مذمت کړېدے او فريقينو ته ئې روانه شخړه د مذاکراتو د لارې حل کولو مطالبه کړيده، د متحده قامونو جنرل سيکرټري ګوټريس په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې په ايران د امريکې حملې به خطرناک نتائج رامخې ته کړي،ګوټريس وائي چې پوځي آپريشنونو د هيڅ يوې مسئلې حل نه دے د ايران او اسرائيل ترمينځ روانه شخړه د سفارتکارۍ د لارې حل کول پکار دي ۔ د امريکنې حملو وروستو ايران او اسرائيل په يو بل ميزائيلو حملو کښې شدت راوستلې دے،تل ابيب او مقبوضه بيت المقدس بشمول د اسرائيل په وسطي او شمالي سيمو
ايران بيلسټک ميزائيل داغلي دې ۔ اسرائيل هم په تهران،اصفهان او نورو سيمو باندې تازه فضائي حملې کړيدي،اسرائيل پوځ ترجمان وائي چې حملو کښې جوهري تنصيبات او نور حساس مقامات په نښه کړي شوي وو ۔ ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالي کښې شدت راتلو لوجې امريکني وګړو د اسرائيل نه انخلا شورو کړيده ، امريکني سفير مائيک هکابي بيان ترمخه د امريکني وګړو لپاره د پروازونوانتظام شوې وو