تازه خبرونه

صوابۍ، مردان کې د ډزو پېښې: ۷ تنه وژل شوي، ۵ امنیتي کسان شامل

په صوابۍ او مردان کې دوه جلا جلا د ډزو خواشیني پېښې رامنځته شوې چې پکې ټول اووه تنه وژل شوي، چې پکې پنځه د امنیتي ادارو غړي دي
د کاټلنګ سیمه پخوا هم د ترهګرۍ له امله اغېزمنه شوې، چیرې چې پولj له خوا دلته وخت نا وخت د ترهګرو پر ضد عملیات شوي دي

د مردان د کاټلنګ تحصیل سرحد د شمالي سیمو بونیر او سوات سره نښتی دی. سوات کې د ترهګرۍ له امله دغه سیمې هم متاثره شوې وې. کله چې په سوات او بونیر کې کامیابه عملیات وشول، نو ډېر کورنۍ د کاټلنګ سیمې ته کډه شوې

نېټه: ۲۱ جون ۲۰۲۵

د ضلع صوابۍ د ټوپي تحصیل د انډسټریئل پولیسو وینا ده چې د پولیسو اهلکاران په بازار کې د خوړو لپاره ناست وو چې نامعلومو کسانو پرې ناڅاپي ډزې وکړې. د پولیسو په وینا، کانسټیبل جمال الدین او ډرایور زاهد پر ځای شهیدان شول، او برید کوونکي له سیمې تښتي. د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د پېښې له راپور سره سم، د پولیسو درنه نفري موقعې ته ورسېده، سیمه يې کلابنده کړه او لټون عملیات يې پیل کړل. د ضلعې د پولیسو مشرانو ویلي چې د شهیدانو قربانۍ به هسې نه شي، او ژر به برید کوونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي. د شهیدانو مړي تر قانوني کارروايۍ وروسته خپلو خپلو پلرنیو سیمو ته ولېږدول شول.

د پېښې په تړاو په انډسټریئل تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه درج شوې ده.

دوهمه پېښه د مردان په کاټلنګ بابوزئی غرنیزه سیمه کې شوې، چیرې چې نامعلومو وسله والو په څلورو کسانو ډزې وکړې او ټول يې ووژل. د روغتون سرچینو له مخې، وژل شوي کسانو کې درې د امنیتي ادارو اهلکاران او یو ځايي اوسېدونکی شامل دی.

سرچینې وایي چې وژل شوی ځايي کس، حماد غفور، د پخواني د قامي اسمبلۍ امیدوار عنایت خان کزن و، چې په بابوزئی کې يې د کرش پلانټ خاوندی درلود. نور کسان د هغه مېلمانه وو. ویل کېږي چې دغه کسان برید نه مخکې یوې ورځې نامعلومو کسانو تښتولي وو.

د وژل شوو کسانو مړي سمدستي روغتون ته ولېږدول شول، او پولیسو او امنیتي ادارو سیمه کلابنده کړه او د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي. چارواکي وایي چې د پېښې نوعیت او لاملونه معلومولو لپاره پلټنې دوام لري

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *