تازه خبرونه

د کډوالو نړي واله ورځ،افغان مهاجرين دې پاکستان او افغانستان اړيکې ښه کولو لپاره د پل کردار ادا کړي،وزيراعظم

پاکستان تيرڅلور لسيزو نه زيات وخت راهسې د لکونو افغانانو کوربه هيواد دے

1 min read

کډوالو نړي واله ورځ،ايران ۔ اسرائيل جنګ لوجې نور کسان بے کوره کيدو انديښنه

بدامنۍ،قدرتي آفتونو لوجې27 کروړ نه زيات کسان بے کوره

June 20, 2025

د بدامنۍ پيښو،جنګونو،سياسي تاؤ تريخوالي او قدرتي آفتونو لوجې بے کوري شوي کسانو مسائل او ستونزو په حواله شعور رابيدارولو لپاره هر کال شلم جون د کډوالو د ورځې په حيث نمانځلې شي ۔ کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارے يواين ايچ سي آر رپورټونو ترمخه نړۍ کښې هر منټ پس اته کسان بے کوره کيږي،دا مهال د نړۍ په مختلف ملکونو کښې د 27کروړ نه سيوا کسان د مهاجرينو په حيث ژوند کوي ۔

د مهاجرينو نړي والې ورځې په مناسبت خپل پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د کډوالو ورځ مونږ له د انسانيت،خواخوګۍ او د مرستو او تعاون ته وده ورکولوپيغام راکوي د کډوالو د مسئلې پائيدار حل لپاره ضروري ده چې نړي واله سطح باندې راپورته شوي شخړې دې د مذاکراتو د لارې او د متحده قامونو د چارټر کښې درج نړي وال قوانينو مطابق حل کړي ۔

وزيراعظم وئيلي دي چې افغان جنګونو او دې هيواد کښې عدم استحکام لوجې د لکونو افغانانو خپل هيواد پريښودې دے او پاکستان د هرقسم مشکل او معاشي کمزورې باوجود د لکونو افغانانو کوربه توب کوي حالانکه دې افغانانو سره نړي والې مرستې ډير کمې دي خو بيا هم پاکستان د څلويښت کالو نه زيات وخت راهسې د افغانانو وړوڼو خدمت او ميلمستيا په ښه شان سره کړيده ۔ خپل پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف دا هم وئيلي دي چې پاکستان کښې ترلاسه کړي شوي تعليم او تربيت لوجې ګڼ شمير افغانان دتعليم او لوبو بشمول مختلف شعبو کښې د غورې کارکردګۍ مظاهره کوي مونږ په دې افغانانو فخر کوؤ۔

پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف طمع څرګند کړيده چې پاکستان نه واپس خپل هيواد ته تلونکي افغانان به د دواړو ګاونډي هيوادونو ترمينځ د ورورلۍ تعلق نور هم مضبوطولو لپاره د پل کردار ادا کړي ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي هم د کډوالو د ورځې په مناسبت خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې هيڅوک هم په خپله خوښه خپل کور يا کلي نه پريږدي بلکه د مجبورۍ نه هغه مهاجر شي ۔

فيصل کريم کنډي وائي چې د منطقې د نورو هيوادونو او نړي په نسبت خېبرپښتونخوا کښې د ټولو نه زيات افغانان اوسيږي پاکستان هم د محدود وسائلو باوجود دې افغانانو له عزت او تحفظ ورکړېدے ۔ د کډوالو نړي واله ورځ په داسې مهال نمانځلي شي چې په غزه د اسرائيل جارحيت لوجې د لکونو فلسطنيان بے کوره شويدي د ايران او اسرائيل ترمينځ روانه شخړې او په ممکنه توګه دواړو ملکونو ترمينځ جنګ اوږيدو لوجې هم د لکونو کسان د بے کوره کيدو انديښنه ده ۔

Related Articles

د افغانستان علماوو وروستۍ فتوا، د طالبانو د ظرفیت محدودیت او د سیمې ګډې اندېښنې د کړکېچ نوې پښتنی راپورته کوي

December 11, 2025

د پیښور تاریخي جومات مسجد مهابت خان خطیب په یو بیان کې ویلي دي چې د افغانستان دیني عالمانو او افغان طالبانو دا پریکړه ستایی چې اعلان ی کړې دې چې هغه کسان دې باغي وګرځول شی چې بغیر د امیر اجازت نورو هیوادونو ته جګړې لپاره ځي

December 11, 2025

د نړيوالو بشري حقونو په ورځ نړی وال هېوادونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو پاليسۍ د سولې او امنيت لپاره مستقيم ګواښ دی.

December 11, 2025

د بشري حقونو په نړیواله ورځ، یوناما له نړیوالې ټولنې د لا زیات تعامل غوښتنه کوي – له ۵۶ ډېر هېوادونه د افغانستان د وضعیت په اړه ګډ اعتراض څرګند کړی چی بشری حقونو ته پام لرنه اوکړي

December 11, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *