تازه خبرونه

د کډوالو نړي واله ورځ،افغان مهاجرين دې پاکستان او افغانستان اړيکې ښه کولو لپاره د پل کردار ادا کړي،وزيراعظم

پاکستان تيرڅلور لسيزو نه زيات وخت راهسې د لکونو افغانانو کوربه هيواد دے
کډوالو نړي واله ورځ،ايران ۔ اسرائيل جنګ لوجې نور کسان بے کوره کيدو انديښنه

بدامنۍ،قدرتي آفتونو لوجې27 کروړ نه زيات کسان بے کوره

د بدامنۍ پيښو،جنګونو،سياسي تاؤ تريخوالي او قدرتي آفتونو لوجې بے کوري شوي کسانو مسائل او ستونزو په حواله شعور رابيدارولو لپاره هر کال شلم جون د کډوالو د ورځې په حيث نمانځلې شي ۔ کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارے يواين ايچ سي آر رپورټونو ترمخه نړۍ کښې هر منټ پس اته کسان بے کوره کيږي،دا مهال د نړۍ په مختلف ملکونو کښې د 27کروړ نه سيوا کسان د مهاجرينو په حيث ژوند کوي ۔

د مهاجرينو نړي والې ورځې په مناسبت خپل پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د کډوالو ورځ مونږ له د انسانيت،خواخوګۍ او د مرستو او تعاون ته وده ورکولوپيغام راکوي د کډوالو د مسئلې پائيدار حل لپاره ضروري ده چې نړي واله سطح باندې راپورته شوي شخړې دې د مذاکراتو د لارې او د متحده قامونو د چارټر کښې درج نړي وال قوانينو مطابق حل کړي ۔

وزيراعظم وئيلي دي چې افغان جنګونو او دې هيواد کښې عدم استحکام لوجې د لکونو افغانانو خپل هيواد پريښودې دے او پاکستان د هرقسم مشکل او معاشي کمزورې باوجود د لکونو افغانانو کوربه توب کوي حالانکه دې افغانانو سره نړي والې مرستې ډير کمې دي خو بيا هم پاکستان د څلويښت کالو نه زيات وخت راهسې د افغانانو وړوڼو خدمت او ميلمستيا په ښه شان سره کړيده ۔ خپل پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف دا هم وئيلي دي چې پاکستان کښې ترلاسه کړي شوي تعليم او تربيت لوجې ګڼ شمير افغانان دتعليم او لوبو بشمول مختلف شعبو کښې د غورې کارکردګۍ مظاهره کوي مونږ په دې افغانانو فخر کوؤ۔

پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف طمع څرګند کړيده چې پاکستان نه واپس خپل هيواد ته تلونکي افغانان به د دواړو ګاونډي هيوادونو ترمينځ د ورورلۍ تعلق نور هم مضبوطولو لپاره د پل کردار ادا کړي ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي هم د کډوالو د ورځې په مناسبت خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې هيڅوک هم په خپله خوښه خپل کور يا کلي نه پريږدي بلکه د مجبورۍ نه هغه مهاجر شي ۔

فيصل کريم کنډي وائي چې د منطقې د نورو هيوادونو او نړي په نسبت خېبرپښتونخوا کښې د ټولو نه زيات افغانان اوسيږي پاکستان هم د محدود وسائلو باوجود دې افغانانو له عزت او تحفظ ورکړېدے ۔ د کډوالو نړي واله ورځ په داسې مهال نمانځلي شي چې په غزه د اسرائيل جارحيت لوجې د لکونو فلسطنيان بے کوره شويدي د ايران او اسرائيل ترمينځ روانه شخړې او په ممکنه توګه دواړو ملکونو ترمينځ جنګ اوږيدو لوجې هم د لکونو کسان د بے کوره کيدو انديښنه ده ۔

Related Articles

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

سرچینې وایی چې چاوندنه کې د چین یغور ولایت یو مسلمان وګړي ژوند له لاسه ورکړې دې

January 19, 2026

یو لور ته افغان طالبان ادعاوی کوي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي خو بل لو د افغانستان په کونړ کې د ټي ټي ، جماعت الاحرار او ګل بهار ډلو کې نوې ګمارنې پیل شوي

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *