تازه خبرونه

ايران ۔ اسرائيل جنګ بندولو لپاره نړي وال کوششونه،يورپي يونين خارجه وزيران په جوهري پروګرام ايران سره مذاکرات کوي

د مذاکراتو مقصد د اسرائيل او ايران ترمينځ تاؤتريخوالې ختمولو لپاره کوششونه کول دي
د ايران جوهري پروګرام په حواله د مذاکراتو بل کوشش

جوهري پروګرام په معامله د يورپي ملکونو او ايران مذاکرات

که يو طرف ته د ايران او اسرائيل حملو کښې سيوا والې راغلې دے نو بلخوا د دواړو فريقينو ترمينځ روانه شخړه د مذاکراتو او خبرو د لارې د حل کولو کوششونه هم کيږي ۔ د نړي نورو ملکونو د مشرانو نه علاوه يورپي ملکونه هم ايران اسرائيل جهګړه بندولو لپاره متحرک شويدي ۔

دجمعے په ورځ جينوا ښار کښې د فرانس،برطانيي او جرمني خارجه وزيران د ايران د هم منصب عباس عراقچي سره د ايران جوهري پروګرام په حواله اهم مذاکرات کوي ۔ سفارتي ذرائع وائي چې دا مذاکرات به د جرمنۍ په قونصلګرۍ کښې کيږي ۔ د دې مذاکراتو مقصدايران دې ته رضا کول دي چې نړي وال جوهري توانائۍ ايجنسۍ او نړي وال ملکونو له دا باور ورکړي چې د ايران جوهري پروګرام صرف د پرامن مقصدونو لپاره دے او دا به د جوهري وسلو لپاره نه استعماليږي ۔

د اسرائيل خبري ادارو ترمخه د جينوا مذاکرات د امريکې په منظورۍ او مشاورت کيږي ۔ سفارتي مبصرينو د ايران او اسرائيل تاؤ تريخوالي د ختمولو په حواله د يورپي ملکونو او ايران د خارجه وزيرانو اجلاس اهم کوشش ګرځولي او طمع ئي څرګند کريده چې دې اجلاس کښې به مهم پرمختګ رامخې ته شي ۔

د مبصرينو رائے ترمخه ايران له د موجوده مشکل صورتحال نه د وتلو لپاره دا آخري کوشش هم ثابتيدې شي که چرې ايران خپله رويه کښې نرمي راوستله او د جوهري پروګرام په حواله د امريکې او د آئي اے اي اے سره تعاون ته رضا شو نو امکان دے چې اسرائيل سره د ايران روانه جهګړه به هم ختم شي بلخوا د آئي اے اي اے ادارې مشر رافيل ګروسي وئيلي دي چې ايران لخوا ايټم بم جوړولو د کوشش هيڅ قسمه ثبوتونه نه دي ملاؤ شوے،د هغه وينا وه چې مونږ د ايران د شپيته فيصده يورينيم افزودګۍ خلاف يو خو آئي اے اي اے اوسه پورې دا دعوي نه ده کړے چې ايران ايټمي وسله جوړه وي ۔

د جينوا مذاکراتو په داسې مهال کيږي چې صدر ټرمپ ايران له واضح پيغام ورکړېدے چې ايران په هيڅ صورت کښې هم ايټمي وسله نشي ساتلے،دې سره سره ټرمپ خبردارې هم ورکړېدے که چرې ايران څه قسم تعاون نه کوي نو امريکه به هم مجبورا شي چې د اسرائيل او ايران ترمينځ روان جنګ کښې شامل شي

Related Articles

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

پاکستان او چین د ترهګرۍ او افراطي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر پیاوړو تدابیرو موافقه وکړه، چې په سیمه کې د امنیتي همکارۍ وده کوي

March 13, 2026

د سیمې منځګړي هېوادونه لکه پاکستان، عمان، مصر او ترکيه له ایران سره پټه/غېر رسمي خبرې کړي دي او د ایران څخه غوښتنه کوي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو او ممکنه هوکړې لپاره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي

March 13, 2026

ایران د مجتبی خامنه‌ای د هېواد د نوې سترې مشرتابه له لوري خپل لومړی صوتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې سخت خبردارۍ کړې دي. په دې پیغام کې ویل شوي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *