چيف آف آرمي سټاف فيلډمارشل عاصم منيرد وائټ هاؤس په اوول هاؤس کښې امريکني صدر ډونلډټرمپ سره ملاقات کړېدے ۔ دا ملاقات دوه ګهنټې جاري وو چې پکښې په اهمو معاملو تفصيلي خبري شويدي ۔ ملاقات دوران د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکو پراختيا،دفاعي تعاون،د سيمې صورتحال او په خصوصي توګه د ايران او اسرائيل ترمينځ روان شخړې په معاملو د خيالاتو بدلون شوي وو ۔
ملاقات په مهال د پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالي او د جنګ بندۍ په امورو هم خبري شويدي،آئي ايس پي آر ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندولو کښې مثبت کردار ادا کولو باندې د پاکستان د حکومت او اولس له طرفه د صدر ټرمپ شکريه ادا کړيده او د هغه د قائدانه صلاحيتونو تعريف ئې کړيدے ۔ ملاقات دوران د پاکستان او امريکې ترمينځ د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره تعاون جاري ساتلو باندې اتفاق شوېدے او صدر ټرمپ د سيمې د امن او استحکام لپاره د پاکستان د کوششونو ستائينه کړيده،د آئي ايس پي آر بيان ترمخه صدر ټرمپ او فيلډمارشل عاصم منير د دواړو ملکونو ترمينځ معاشي او تجارتي تعاون سيوا کولو د عزم اظهار کړيدے ۔
فيلډمارشل عاصم منير صدر ټرمپ له د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړيده ۔ د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو او د مشرقي وسطي لپاره د امريکني صدر خصوصي استازې سټيوويټکوف هم دې ملاقات کښې موجود وو ۔ صدر ټرمپ د فيلډمارشل عاصم منير او د هغه د وفد په درناوے کښې د غرمې د روټۍ اهتمام هم کړي وو ۔ د دې ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو په وخت صدر ډونلډټرمپ وئيلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير ځکه وائټ هاؤس ته رابللي شوي وو چې هغه منطقه کښې تاؤ تريخوالې خوريدو مخ نيوي کړې وو او هند سره ممکنه جنګ بندولو لپاره د هغه شکريه ادا کوم ضروري وو۔
صدر ټرمپ وائي چې امريکه د پاکستان او هند سره تجارتي معاهدې کول غواړي ۔ د ټرمپ وينا ترمخه که د پاکستان او هند جنګ بندۍ لپاره کوششونه نه وو شوې نو د نيوکلئير جنګ شورو کيدو انديښنه وه ۔ سفارتي سرچينې د منطقې موجوده صورتحال په تناظر کښې فيلډ مارشل عاصم منير او امريکني صدر ډونلډټرمپ ترمينځ ملاقات د دواړو ملکونو په تعلقاتو کښې غيرمعمولي پرمختګ ګني ۔
د فيلډ مارشل عاصم منير امريکې دورې او ملاقاتونو هندحکومت پريشانه کړيدے، د صدر ټرمپ او فيلډمارشل عاصم منير د ملاقات نه مخکښې د هند وزيراعظم نريندر مودي د صدر ټرمپ سره د ټيلفون د لارې خبرې کړي وې ،د هند سيکرټري خارجه وکرم مسري بيان ترمخه وزيراعظم نريندر مودي امريکائي صدر ته وئيلي دي چې پاکستان سره روانه شخړه باندې د امريکې د ثالثې کردار به هند قبول نه کړي،د هند سيکرټري خارجه د دې بيان په ردعمل کښې د امريکې د خارجه محکمې ترجمان ټيمي بروس وئيلي دي چې صدر ټرمپ د کشمير مسئلې حل لپاره مخلصه دي او د ثالثې کردار ادا کولو وړانديز ئې کړېدے خو امريکه هيڅ يو فريق دغه ثالثي قبولو باندې نشي مجبورا کولے