تازه خبرونه

ډونلډټرمپ ۔ فيلډمارشل عاصم منير ملاقات، پاک ۔ هند جنګ بندۍ پرمختګ،منطقې په صورتحال تفصيلي خبرې

عاصم منيرمنطقه کښې تاؤتريخوالې کم کړې وو هغه سره ملاقات زما لپاره اعزاز دې،صدر ټرمپ
د پاک پوځ سرلښکر او امريکني صدر ټرمپ ترمينځ ملاقات او ممکنه نتائج

ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره پاکستان او امريکې تعاون باندې اتفاق

چيف آف آرمي سټاف فيلډمارشل عاصم منيرد وائټ هاؤس په اوول هاؤس کښې امريکني صدر ډونلډټرمپ سره ملاقات کړېدے ۔ دا ملاقات دوه ګهنټې جاري وو چې پکښې په اهمو معاملو تفصيلي خبري شويدي ۔ ملاقات دوران د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکو پراختيا،دفاعي تعاون،د سيمې صورتحال او په خصوصي توګه د ايران او اسرائيل ترمينځ روان شخړې په معاملو د خيالاتو بدلون شوي وو ۔

ملاقات په مهال د پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالي او د جنګ بندۍ په امورو هم خبري شويدي،آئي ايس پي آر ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندولو کښې مثبت کردار ادا کولو باندې د پاکستان د حکومت او اولس له طرفه د صدر ټرمپ شکريه ادا کړيده او د هغه د قائدانه صلاحيتونو تعريف ئې کړيدے ۔ ملاقات دوران د پاکستان او امريکې ترمينځ د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره تعاون جاري ساتلو باندې اتفاق شوېدے او صدر ټرمپ د سيمې د امن او استحکام لپاره د پاکستان د کوششونو ستائينه کړيده،د آئي ايس پي آر بيان ترمخه صدر ټرمپ او فيلډمارشل عاصم منير د دواړو ملکونو ترمينځ معاشي او تجارتي تعاون سيوا کولو د عزم اظهار کړيدے ۔

فيلډمارشل عاصم منير صدر ټرمپ له د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړيده ۔ د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو او د مشرقي وسطي لپاره د امريکني صدر خصوصي استازې سټيوويټکوف هم دې ملاقات کښې موجود وو ۔ صدر ټرمپ د فيلډمارشل عاصم منير او د هغه د وفد په درناوے کښې د غرمې د روټۍ اهتمام هم کړي وو ۔ د دې ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو په وخت صدر ډونلډټرمپ وئيلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير ځکه وائټ هاؤس ته رابللي شوي وو چې هغه منطقه کښې تاؤ تريخوالې خوريدو مخ نيوي کړې وو او هند سره ممکنه جنګ بندولو لپاره د هغه شکريه ادا کوم ضروري وو۔

صدر ټرمپ وائي چې امريکه د پاکستان او هند سره تجارتي معاهدې کول غواړي ۔ د ټرمپ وينا ترمخه که د پاکستان او هند جنګ بندۍ لپاره کوششونه نه وو شوې نو د نيوکلئير جنګ شورو کيدو انديښنه وه ۔ سفارتي سرچينې د منطقې موجوده صورتحال په تناظر کښې فيلډ مارشل عاصم منير او امريکني صدر ډونلډټرمپ ترمينځ ملاقات د دواړو ملکونو په تعلقاتو کښې غيرمعمولي پرمختګ ګني ۔

د فيلډ مارشل عاصم منير امريکې دورې او ملاقاتونو هندحکومت پريشانه کړيدے، د صدر ټرمپ او فيلډمارشل عاصم منير د ملاقات نه مخکښې د هند وزيراعظم نريندر مودي د صدر ټرمپ سره د ټيلفون د لارې خبرې کړي وې ،د هند سيکرټري خارجه وکرم مسري بيان ترمخه وزيراعظم نريندر مودي امريکائي صدر ته وئيلي دي چې پاکستان سره روانه شخړه باندې د امريکې د ثالثې کردار به هند قبول نه کړي،د هند سيکرټري خارجه د دې بيان په ردعمل کښې د امريکې د خارجه محکمې ترجمان ټيمي بروس وئيلي دي چې صدر ټرمپ د کشمير مسئلې حل لپاره مخلصه دي او د ثالثې کردار ادا کولو وړانديز ئې کړېدے خو امريکه هيڅ يو فريق دغه ثالثي قبولو باندې نشي مجبورا کولے

Related Articles

د رحیمه بي بي قضیه د ځینو بشري حقونو تنظیمونو پروپاګنډ افشا کړ او پر ټولنیزو رسنیو یې سخت غبرګونونه راپورته کړل

April 18, 2026

اسټېټ بانک تصدیق کړی چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو واجب الادا پور بشپړ ادا کړی، او له سعودي عربستان څخه ترلاسه شوې مرستې د دې ادایګۍ زمینه برابره کړې ده

April 18, 2026

ایران د امریکا د بندیزونو وروسته د هرمز تنګی بیا د تجارتي کښتیو لپاره پرانیستی، خو هممهاله یې په دې ستراتیژیکه سمندري لاره خپل کنټرول نور هم سخت کړی دی

April 18, 2026

کارپوهان وايي د طالبانو واکمني اسلامي نه ده، بلکې غصب شوی او بې مشروع نظام دی

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *