آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه سيکيورټي فورسز د خېبر پښتونخوا په دوه مقاماتو د شرخوښو خلاف د آپريشن دوران پنځه ترهه ګر وژلي دي ۔ بيان کښې وئيلي شويدي چې پيښور کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع د عملياتو په وخت د ډزو تبادلې په وخت هندي مرستيال د کالعدم ډلې څلور شرخوښي وژل شويدي چې پکښې بصير او حارث نومي دوه مهم کمانډران هم شامل وو ۔
د آئي ايس پي آر بيان کښې زياته کړي شويده چې شمالي وزيرستان کښې هم د ترهه ګرو خلاف کارروائي شوې او يو ترهه ګر وژلي شويدي ۔ د وژلي شوي ترهه ګرو د ولقے نه وسله او چاودنکي مواد برآمد شويدي او دا علاقې د ترهه ګرو نه مکمل خالي کولو لپاره د سيکيورټي فورسز عمليات جاري دي ۔
صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف، داخله وزير محسن نقوي،د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او وزيراعلي علي امين ګنډا پور په پيښور او شمالي وزيرستان کښې د هندمرستيال شرخوښو خلاف د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړيده ۔
خپل بيانونو کښې صدر او وزيراعظم وئيلي دي چې بے ګناه اولس او سيکيورټي فورسز باندې حملو کښې ککړ شرخوښي د هيڅ رعايت مستحق نه دي حکومت ملک نه ترهه ګري د مکمل ختمولو عزم کړيدے د شرخوښو د خاتمے پورې به د سيکيورټي فورسز عمليات جاري وي ۔
