تازه خبرونه

پيښور او شمالي وزيرستان کښې ترهه ګرو خلاف کارروائي،هندي حمايت يافته 5 ترهه ګر وژلي شويدي،آئي ايس پي آر

وژل شوؤ کښې د کالعدم ټي ټي پي دوه مهم کمانډران هم شامل دي،صدر زرداري او وزيراعظم د عملياتو ستائينه کړېده
د خېبرپښتونخوا په دوه مقاماتو ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز کامياب عمليات

د سيکيورټي فورسز کارروائي،پيښور کښې ترهه ګرې لويه منصوبه ناکامه

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه سيکيورټي فورسز د خېبر پښتونخوا په دوه مقاماتو د شرخوښو خلاف د آپريشن دوران پنځه ترهه ګر وژلي دي ۔ بيان کښې وئيلي شويدي چې پيښور کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع د عملياتو په وخت د ډزو تبادلې په وخت هندي مرستيال د کالعدم ډلې څلور شرخوښي وژل شويدي چې پکښې بصير او حارث نومي دوه مهم کمانډران هم شامل وو ۔

د آئي ايس پي آر بيان کښې زياته کړي شويده چې شمالي وزيرستان کښې هم د ترهه ګرو خلاف کارروائي شوې او يو ترهه ګر وژلي شويدي ۔ د وژلي شوي ترهه ګرو د ولقے نه وسله او چاودنکي مواد برآمد شويدي او دا علاقې د ترهه ګرو نه مکمل خالي کولو لپاره د سيکيورټي فورسز عمليات جاري دي ۔

صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف، داخله وزير محسن نقوي،د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او وزيراعلي علي امين ګنډا پور په پيښور او شمالي وزيرستان کښې د هندمرستيال شرخوښو خلاف د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړيده ۔

خپل بيانونو کښې صدر او وزيراعظم وئيلي دي چې بے ګناه اولس او سيکيورټي فورسز باندې حملو کښې ککړ شرخوښي د هيڅ رعايت مستحق نه دي حکومت ملک نه ترهه ګري د مکمل ختمولو عزم کړيدے د شرخوښو د خاتمے پورې به د سيکيورټي فورسز عمليات جاري وي ۔

Related Articles

معید پیرزادہ د اسلام آباد برید د بې اساسه توطئوي نظریو خپرولو لپاره کاروي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کمزوري کوي

February 7, 2026

د پېښور های کورټ په وژونکي پولیسو لاینونو د چاودنې قضیه کې امتیاز ته ضمانت ورکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د عدلیې رول باندې پوښتنې راپورته کړي

February 7, 2026

پوتین د اسلام آباد د جومات برید وروسته پاکستان ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ترهګرۍ پر ضد د قوي همکارۍ ژمنه یې وکړه

February 7, 2026

څنګه بندیز لګېدلې بي‌اېل‌اې د ټولنیزو رسنیو له لارې د بشري حقونو ژبه ناوړه کاروي، بریدونه ستايي، تبلیغات خپروي او کسان جذبوي.

February 7, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *