تازه خبرونه

ایران سره د روان کړکیچ پر مهال د اسرایلو سره مرسته کولې شو: د برتانیې خارجه دفتر بیان

د برتانیې حکومت بیان په داسې وخت کې راغلې چې پرون هم د ایران لوري په اسریل د توغندیو بریدونه شوي او په اسریل کې ی ودانۍ ویجاړي کړي، مرګ ژوبل ی هم ور اړولې ده
د برتانیه د بهرنیو چارو دفتر له لوري اسرایل ته د سفر نه کولو په اړه یو مهم سفري لار ښود، ګایډ لاید خپور شوې، وړمه ورځ هم د ایران له لوري په اسریلو د توغندیو بریدونه شوي چې اسرایلي سیمې کې ویجاړي او مرګ ژوبله اړولې ده

اسرائيل ۔ ايران حملو کښې د برتانیې د خزانې وزیرې ریچل ریویس په یو تازه بیان کې ویلي چې برتانیه ممکن ده چې د ایران سره د رونې جګړې په وخت کې د اسرائیل مرسته وکړينور هم شدت،په لويه پيمانه نقصانات

د ایران او اسرایل ترمینځ روان جنګ پر مهال د برتانیې د حکومت له لوري د اسرایلو د ملاتړ په اړه یو مهم خبر مخې ته راغلې دې.

د برتانیې د خزانې وزیرې ریچل ریویس په یو تازه بیان کې ویلي چې برتانیه ممکن ده چې د ایران سره د روانې جګړې په وخت کې د اسرائیل مرسته وکړي.

د برتاینه ریویس د بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې د منځني ختیځ لپاره د اضافي جنګي الوتکو لېږد پریکړه د برتانوي مرکزونو او کارکوونکو د خوندي کولو لپاره شوې وه.

هغې زیاته کړه چې مونږ خپل جنګي تجهیزات هم د ځان او د خپلو متحدینو د احتمالي ملاتړ لپاره لېږو، هغې اویل چې برتانیه ممکن ده چې د ایران سره د روانې شخړې په وخت کې د اسرائیل مرسته وکړي.

په داسې وخت کې چې پرون هم له ایران لوري په اسرایلو د توغندیو بریدونه شوي د برتانیه د بهرنیو چارو دفتر له لوري اسرایل ته د سفر نه کولو په اړه یو مهم سفري لار ښود، ګایډ لاید خپور شوې.

د برتاینه حکومت د اسرایلو مرسته کولو دا بیان په داسې وخت کې راغلې چې د روس له لوري داسې وړاندیز شوې وو چې روس د ایران او اسرایل ترمینځ د شخړې ودرولو په لړ کې رول لوبولې شي.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د پاکستان په ملګري ملتونو کې سفیر عاصم افتخار احمد د سیکوریټي کونسل په غونډه کې د اسرایل لوري په برید په سختو ټکو کې غندنه کړې او دای د ملګري ملتونو د چارټر او د بین المللي قانون څخه ښکار سرغړونه ګرځولې ده.

د پاکستان د دفاع وزیرخواجه آصف له لوري هم په پارلیمان کې دا وینا مخې ته راغلې چې هغوی د اسرایل په ایران باندې برید غندلې دې

Related Articles

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *