تازه خبرونه

هند سره د ټولو ستونزو حل د کشمیر ستونزژ سره تړلې دې، هند سره په اوبو هېڅ ډول جوړجاړی نه کوو* بلاول بوټو زرداري

د پاکستان سفارتي پلاوي مشر بلاول بوټو زرداري وېلي ، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند په برخه کردار د ستاینې وړ دې۔
پاکستان یو ذمه وار اټومي ریاست دې او د هند یرغل ې په کلکه غندنه کړې ده، بلاول بوټو

بلاول بوټو زرداري سکاې نېوز شبکې سره ځانګړې مرکه کې د هند او پاکستان د تازه کړکېچ په اړه مهمې خبرې کوي ۔

د پاکسان سفارتي پلاوي مشر ،د پاکستان پیپلزپارټۍ مشر او د پاکستان پخواني بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې د هند سره د ټولو ستونزو حل د کشمیر ستونزې سره تړلې دې،هغه اووېل هند سره پر اوبو به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي.

نوموړي دا څرګندونې له یوې بهرنۍ ټلوېزیوني شبکې سره د مرکې پر مهال وکړې. بلاول بوټو زرداري وویل، پاکستان یو ذمه وار اټومي ریاست دې او د هند یرغل ې په کلکه غندنه کړې ده. هغه زیاته کړه چې د هند له لوري د سند طاس تړون ځنډول د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي وویل، پاکستان دا خبره روښانه کړې چې د اوبو بندول به د جګړې اعلان وبلل شي. اوبه زمونږ یوه نه جلا کېدونکې اړتیا ده، او پر دې هېڅ جوړجاړی نه کېږي. هند نه شي کولای چې د سند طاس تړون یو طرفه وځنډوي یا ختم یې کړي.

بلاول بوټو زیاته کړه چې پاکستان یو سوله‌ غوښتونکی هېواد دی، او تل یې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د هواري ملاتړ کړی دی. نوموړي وویل، هند ناسم معلومات او پروپاګنډ خپروي، او د پهلګام پېښه یې له کوم ثبوت پرته پر پاکستان تپلې ده.

نوموړي دا هم وویل چې پاکستان غواړي د کشمیر، اوبو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشي.هغه زېاته کړه چې هند سره د ټولو ستونزو حل د کشمیر ستونزې سره تړلې . پاکستان او هند د ډز بندۍ اعلان کړی، خو لا سوله نه ده راغلې. بلاول بوټو وویل چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند په برخه کې کردار د ستاینې وړ دی.

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *