تازه خبرونه

نن حاجېان د حج لوې رکن وقوفِ عرفه ادا کوي

دسعودي عربستان په مېدان عرفات کې په لکونو حاجېان نن د حج خطبې لپاره د عرفات په غونډۍ او حدودو کې ناست دي
د سعودي عربستان ښار مکې او مدېنې ته هر کال په لکونو مسلمانان سفر کوي چې د اسلام ېو مهم رکن حج ادا کړي ۔

په عکس کې ښکاري چې په لکونو مسلمانان نن د عرفات په مېدان کې راټول شوي چې دحج لوې رکن وقوف عرفه ادا کړي

مکه مکرمه: د سعودي عربستان د عرفات په سیمه کې نن د نړۍ ګوټ ګوټ څخه راغلي مسلمانان نن د حج ستر رکن، وقوفِ عرفه، ادا کوي ، دحج دې فرض رکن لپاره نن په لکونو حاجېان د عرفات په مېدان کې او د عرفات په غونډۍ ناست دي چې د حج خطبه واوري۔

دلته ددې خبرې باېد ېادونه وشي چې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره ، حاجیان پرون د خیمو ښار منی ته رسېدلي وو، چرته چې دوی ټوله شپه په عبادت تېره کړه او نن دعرفات په مېدان کې راغونډ شوي دي ۔

د نن د سهار لمونځ (فجر) وروسته حاجیان د عرفات میدان ته روان شول څو د حج مهم رکن، وقوفِ عرفه، ادا کړي.

حاجیان به په عرفات کې د مسجد نمره څخه د حج خطبه واوري، او بیا به د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه یوځای، لنډ (قصر) ادا کړي . د ورځ په اخر کې به د لمر لوېدو وروسته حاجیان مزدلفې ته لاړ شي او شپه به د مزدلفې په سېمه کې تېره کړي ۔

سبا به حاجیان د شیطان جوړ سلي په کانړو ولي او د حج دا مناسک به ادا کړي او بیا به قرباني وکړي ۔

Related Articles

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *