تازه خبرونه

پاک ۔ افغان تعلقات د پرمختګ په لور،افغان ناظم الامور درجه د سفير برابر

افغانستان کښې د پاکستان د سفير د ټاکنې هرکلې کوؤ،افغان خارجه وزارت
آيا پاکستان د افغان طالبانو حکومت منلې دې؟

عبيد نظامي د افغانستان لپاره د پاکستان سفير ټاکلے شوے

افغان خارجه وزارت خپل يو بيان کښې د پاکستاني حکومت لخوا کابل کښې د ناظم الامور عهده د سفير د عهدې پورې لوړه کولو اقداماتو ستائينه کړيده ۔ د خارجه وزارت بيان ترمخه اسلامي امارت هم د پاکستان د اقداماتو مثبت ردعمل ورکړې او په اسلام آباد کښې د افغانستان سفارت موجوده ناظم الامور عهده د سفير د څوکۍ برابر کړيده ۔ افغان خارجه وزارت په بيان کښې وئيلي شويدي چې د دواړو ملکونو سفارتي تعلقاتو کښې اضافه ښه پرمختګ دے او د دې لوجې به د دواړو ګاونډي ملکونو اړيکې نورې هم مضبوطې شي ۔ د نورو ملکونو په رنګ پاکستان د افغان طالبانو حکومت هم تر دې دمه په رسميت نه دي پيژندلې ۔ په افغانستان د طالبانو د قبضے نه پس پاکستان د افغان طالبانو د حکومت سره سفارتي اړيکې محدود کړې وې۔ کال دوه زره دويشتم کښې پاکستاني حکومت افغانستان لپاره د سفير عهده ختم کړي وه او عبيدالرحمان نظاماني ئې پاکستاني ناظم الامور مقرر کړي وو۔ پاکستان لپاره د افغانستان د ناظم الامور سردار احمد شکيب تقرري هم د اکتوبر مياشت کال دوه زره يويشت کښې شوي وه او دواړه شخصيات اوسه پورې په دې عهدو کار کوي ۔

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *