تازه خبرونه

ګرپتونت سنګ: پاکستان کې ترهګریز بریدونه د هند تر سرپرستې لاندې ترسره کیږي

هند کې د سیکانو لپاره غږ پورته کوونکي تنظیم سک فارجسټس تحریک مشر ویلي دي چې هند غواړي پاکستان کې د امریکا ګټې او پانګونه زیانمنه کړي
د سیکانو دا تنظیم د هند حکومت تورن کوي چې د هند حکومت په لږکیو چې سیکان هم پکې شامل دي، ظلمونه کوي او ددوی غږ چوپ کوي

د سیکانو دا تنظیم د هند حکومت تورن کوي چې د هند حکومت په لږکیو چې سیکان هم پکې شامل دي، ظلمونه کوي او ددوی غږ چوپ کوي

په هند کې د سیکانو لږکیو سازمان سِک فار جسٹس د غورځنګ مشر ګرپتونت سنګ پنو د پاکستان په بلوچستان کې د هند تر سرپرستۍ لاندې د ترسره شویو ترهګریزو بریدونو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده
د سیکانو د خپلواک او آزاد ریاست لپاره غږ پورته کوونکي مشر ویلي چې په بلوچستان کې ترسره شوی ترهګریز برید د هند د استخباراتي ادارې تر ملاتړ لاندې شوې دې
هغه دغه برید د پاکستان او امریکا د ګټو پر ضد یوه مستقیمه سازشي او د دښمنې ډکه کړنه بللې ده، ټینګار ی کړې دې چې هند غواړي د ترهګرو له لارې په پاکستان کې د امریکا پانګونه زیانمنه کړي او مخه یې ونیسي ترڅو پاکستان پرمختګ و نه کړي او په دې هیواد کې ناامني او ترهګري خپره کړي
ګرپتونت ټینګار کړی چې د هند موخه دا ده چې د ترهګرۍ له لارې پاکستان بې‌ثباته کړي
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د سیکانو لپاره غږ پورته کوونکې دې سازمامان مشر په دې وروستیو کې هم د پاکستان په ملاتړ کې یو شمیر بیانونه ورکړي دي او په هند کې ی د د هند حکومت لوري لږکیو سره د جاري ظلم او زیاتي په سختو ټکو کې غندنه کړي دې
دا هم باید یادونه وشی چې په هند کې د لږکیو دا تنظیم سیکانو لپاره د آزاد ریاست خالصتان غوښتنه هم کوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *