تازه خبرونه

په بنو کې د پولیسو پر وین برید؛ یو پولیس افسر وژل شوی

په بنو کې پر پولیس وین برید؛ یو اسسټنټ سب انسپکټر وژل شوی
په بنو کې د طالبانو له تړاو لرونکو وسله‌والو د پولیسو پر وین برید کړی، چې په پایله کې یو اسسټنټ سب انسپکټر وژل شوی او بل پولیس افسر ټپي شوی دی

په بنو کې د طالبانو له تړاو لرونکو وسله‌والو د پولیسو پر وین برید کړی، چې په پایله کې یو اسسټنټ سب انسپکټر وژل شوی او بل پولیس افسر ټپي شوی دی

د خیبر پښتونخوا د بنو په ماماخېل سیمه کې د طالبانو له تړاو لرونکو وسله‌والو د پولیسو پر وین برید کړی، چې په پایله کې یو اسسټنټ سب انسپکټر وژل شوی او بل پولیس افسر ټپي شوی دی.

پر ګزمه برید او د موټر سوځول

د پولیسو د سرچینو له مخې، وین د معمول ګزمې پر مهال و، چې وسله‌والو پرې ډزې وکړې. بریدګرو وروسته د پولیسو موټر ته اور ورته کړ او په بشپړ ډول یې وسوځاوه

له برید وروسته امنیتي ځواکونه او پولیس سمدستي سیمې ته ورسېدل او د ټپي پولیس افسر د درملنې لپاره نږدې روغتون ته ولېږدول شو، چیرې چې د هغه حالت تر درملنې لاندې دی

د امنیتي عملیاتو پیل

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره پراخ لټون عملیات پیل شوي دي. د پېښې پر مهال د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ لنډه نښته هم شوې ده

د وزیراعلي غبرګون

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل افریدي د پېښې سخت غندنه کړې، د وژل شوي افسر پر شهادت یې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د امنیتي ځواکونو مورال نه شي کمزوری کولی هغه ویلي چې ټپي افسر ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې شوې دي او حکومت د شهید افسر له کورنۍ سره ولاړ دی

چارواکو ژمنه کړې چې د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات به دوام وکړي، او دا پېښه د سیمې د امنیتي وضعیت د دوامدارو ننګونو څرګندونه کوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *