تازه خبرونه

پاکستاني لوبغاړو بيا قام مايوسه کړو ايشيا کپ ټي ټوئنې فائنل کښې د هند بريا، ټائيټل ئې په خپل نوم کړو

دوبئۍ کښې شوې د ایشیا کرکټ سیالیو پایلوبه هند په ۵ وکټو ګټلی ده
د پاکستاني کرکټ ټيم مايوسه کُن کارکردګي، ايشيا کپ ټي ټوئنټي فائنل کښې هند پاکستان له ماتي ورکړيده

هند ايشيا ټي ټوئنټۍ چيمپئن جوړ شو، ایشیا کپ ټي ټونټۍ ۲۰۲۵ سیالیو کې ی پاکستان ته ماتې ورکړه

ايشياکپ ټي ټوئنټې ټائيټل  ګټو لپاره دواړه روايتي حريفان هند او پاکستان ترمينځ  فائنل ميچ دوبئې کرکټ ګراونډ باندې لوبيدلې وو، دواړه ټيمونه ۴۱ کاله پس د ايشيا کپ په ټورنمنټ په فائنل کښې يو بل ته مخامخ شوي وو ۔ د هند کپتان سورياکمار ياديو ټاس ګټلې وو او لومړې ئې پاکستان له د بيټنګ بلنه وړکړي وه،قامي ټيم بيټسميان د نورو ميچونو په رنګ دې ميچ کښې هم ښه کارکردګي ښودلو کښې پاتې راغلې وو او ټول ټيم په يوسل شپږ څلويښت رنزونو آوټ شوي وو، پاکستاني اوپنر صاحبزاده فرحان ۵۷، فخر زمان ۴۶ او صائم ايوب ۱۴ رنزونه جوړ کړي وو،باقي يو لوبغاړي هم د هند د باولرانو مقابله کولو کښې ناکامه شوي وو، د هند له طرفه کلديب ياديو څلور وکټې اخستې وې،جسپريت همراه،اکشر پټيل او وارون چکراورتي دوه دوه لوبغاړي آوټ کړي وو۔ د خونده ورې مقابلے نه پس د هند لوبغاړو مطلوبه هدف د پنځه لوبغاړو په زيان پورا کړې وو او دا ټائيټل ئې په خپل نوم کړې وو ۔ د هندوستان په بيټسمينانو کښې تلک ورما ۶۹، شيوم دهوبے ۳۳،سنجو سيمسن ۲۴ او شبمن ګل ۱۲ رنزونه جوړ کړي وو، د پاکستان لخوا  فهيم اشرف درې، شاهين آفريدي او ابرار احمد يو يو وکټ اخستې وه۔ د ميچ په ګټلو کښې مهم کردار ادا کونکې تلک ورما د ميچ غوره لوبغاړي او ابهيشيک شرما د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي اعزاز ترلاسه کړېدے ۔  د ټورنمنټ په ابتدائي مرحله او بيا سپر فور مرحله کښې  د هند خلاف ميچونه بائيللو سره پاکستاني ټيم د نفسياتي دباؤ ښکار وو او هم دغه وجه ده چې روايتي حريف ته ئې څه لوئي د ميچ د ګټلو لپاره څه لوئې هدف نه وو ورکړے ، د هندوستان ټيم دې ټورنمنټ کښې يو ميچ هم نه وو بائيللے ۔ د ټورنمنټ د منتظمينو ترمخه ۲۸ زره د کرکټ مينه والو  په  سټيډيم کښې نيغ په نيغه  د ميچ نه خوند پورته کړې وو،د دې مهم ميچ لپاره ټول سيټونه د وړاندې نه بک شوي وو،دغه رنګ د لکونو خلکو د ټي وي او موبائيل په شيشه د دې سيالۍ نه خوندونه پورته کړې وو ۔ دلته د دې خبرې ياد دهاني کول ضروري دي چې پاکستان د دې ټورنمنټ کوربه وو  خو د مئي واقعاتو نه پس پيدا شوي تاؤ تريخوالي لوجې هند حکومت کرکټ ټيم پاکستان ته د ليږلو نه انکار کړې وو چې لوجې ئې  ايشين کرکټ کونسل دا ميچونه دوبئې او ابوظهبۍ ته منتقل کړي وو، په دې ټورنمنټ کښې اته ټيمونو برخه اخستې وه کوم چې اے او بي ګروپ کښې تقسيم کړي شوي وو، په ګروپ اے کښې  پاکستان،هند،متحده عرب امارات او عمان ټيمونه شامل وو او په دوئم ګروپ کښې  سري لنکا،بنګله ديش ،افغانستان او هانګ کانګ ټيمونه ترمينځ ميچونه شوي وو۔ د دې ټورنمنټ ميچونه  ۹ ستمبر نه شورو شوي وو او په مجموعي توګه دې فائنل ميچ سره اتويشت ميچونه شوي وو۔  د ټورنمنټ فاتح ټيم د ټرافۍ نه علاوه  خواؤ شا درې لکه  ډالر انعام  اخستې دے، پاکستاني ټيم ته هم يو نيم لک ډالر انعام ورکړي شوېدے

نورخبرونه

پاکستان او هند ايشيا کپ ټي ټوئنې فائنل کښې نن یو بل ته مخامخ کیږي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *