تازه خبرونه

نن په ټول پاکستان کې د آخري نبي حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زیږون ورځ په مذهبي جوش او جذبې سره نمانځل کیږي

په ټول پاکستان کې نن سرکاري رخصتي ده او جوماتونو،سرکارۍ ودانیو او حجرو کې د ختم نبوت او د آخري پیغمبر محمد صلی الله علیه واله وسلم نړۍ ته راتګ د یو روښانه سهار په توګه یادولې شي
حضرت محمد محمد صلی الله علیه واله وسلم دې دنیا ته راتګ انسانانو لپاره یو روښانه سهار په څیر دي.

د آخري پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم دې دنیا ته راتګ ټولې نړۍ انسانانو لپاره د الله تعالی لوري یو لوی رحمت دې.

نن په پاکستان د رحمت للعالمین، خاتم النبیین، د نړۍ ستر لارښود  نبي کریم حضرت محمد ﷺ د زوکړې ورځ د خوشحالۍ د یو جشن په توګه،  د دیني ولولو او جذبې سره نمانځل کېږي .

د عید میلاد النبي ﷺ په تړاو د هیواد په ښار په ښار، کوڅه په کوڅه څراغونه لګول شوي، جوماتونه، لوړې ودانۍ، بازارونه او څلور لارې د شنو بیرغونو او څراغونو په رنګینۍ  سره سینګار شوي دي . .

په ټول هېواد کې جلوسونه راایستل شوي او د درود او سلام په محفلونو کې د آقاې دوجهان ﷺ سره د مینې څرګندونه کېږي ، د عید میلاد النبي ﷺ د ورځې پیل په  وفاقي پلازمینه اسلام آباد   کې د ۳۱ او په صوبايي پلازمېنو کې د ۲۱ – ۲۱ توپونو د سلامۍ سره وشو، د سهار مونځ  وروسته په جوماتونو او کورونو کې د هېواد د پرمختګ، امنیت، سوکالۍ او د مسلمانو  د اتحاد او یو والي  لپاره ځانګړې دعاوې وشوې.

دلته باید یادونه وشي چې په ضم قبایلي ضلعو کې هم د ربیع الاول میاشتې پیل سره په جوماتونو ،حجرو او سکولونو کې د آخري نبي محمد صلی الله علیه واله وسلم د زیږون ورځ په ډیرمذهبي جوش او جذبې سره نمانځل کیږي.

په دې غونډو کې دیني عالمان د آخري پیغمبر په ژوند او د نړۍ ټولو انسانانو ته د هغوی لارښوونه باندې رنړه اچولې شي او د آخري پیغمبر دې نړۍ انسانانو لپاره د یو ستر دین اسلام راوړلو لپاره هغوی د یو روښانه لارښود په توګه یادولې شي.

د وزیراعلی ګنډا پور لوري مهم پیغام

د آخري پیغمبر د میلاد ورځې په تړا د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي آمین ګنډا پور لوري ځانګړې پیغام هم مخې ته راغلې دې. نوموړي په خپل ایکس پانړه لیکلي چې د خاتم النبیین حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم دې نړۍ ته راتګ د ټولو انسانانو لپاره یو لوی رحمت دې او د محمد لارښوونې او تعلیمات د ټولې نړۍ انسانانو لپاره  یوه بشپړه تګلاره او ځانګړې نمونې دي، نوموړي په خپل پیغام کې لیکي چې د آخري پیغمبر دې نړۍ ته راتګ د الله تعالي لوري د نړۍ په ټولو انسانانو یو لوی رحمت دې.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *