تازه خبرونه

مستونګ:سيکيورټي فورسز آپريشن،د فتنه هنددرې مرستيال ترهه ګر وژلي شوي، د پاک پوځ ميجر او سپاهي شهيد

امنيت بحالۍ لپاره به د شهيدانو قربانۍ چرې هم ضائع نشي،ترهه ګرو خلاف به عمليات جاري وي،صدر ۔ وزيراعظم
مستونګ:سيکيورټي فورسز آپريشن،د فتنه هنددرې مرستيال ترهه ګر وژلي شوي، د پاک پوځ ميجر او سپاهي شهيد

مستونګ آپريشن،۳ ترهه ګر وژلي شوي،دوه اهلکار شهيد

آئي ايس پي آر ترمخه سيکيورټي فورسز د بلوچستان په مستونګ علاقه کښې د فتنه هند پراکسيز د موجودګۍ په اطلاع سرچ آپريشن کړېدے۔ د کارروائۍ دوران ډزو په تبادله کښې د کالعدم تنظيم درې شرخوښي وژلي شويدي او د دوي ټهکانه له مينځه اوړلي شويده ۔ د شرخوښو خلاف د عملياتو په وخت د پاک پوځ ميجر زياد سليم او سپاهي ناظم حسين هم شهيد شوېدے ۔ د پيښې وروستو سيکيورټي فورسز سيمه ولقه کښې اخستې او د نورو ترهه ګرو د خاتمے لپاره سرچ آپريشن جاري دي، د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې شهيد شوې ميجر زياد اسلم تعلق د خوشاب علاقې سره دے او د سپاهي شهيد ناظم حسين تعلق د جهلم سره دے ۔ د بلوچستان په مختلف سيمو کښې د فتنه هند مرستيالو خلاف د سيکيورټي فورسز عمليات کښې تيزي راوستلي شويده چې پکښې د کالعدم بي ايل اے او نور ترهه ګر ډلو مهم کمانډران وژلي شويدي ۔دوه ورځې وړاندې په قلات کښې هم د شرخوښو خلاف روان عملياتو دوران څلور ترهه ګر وژلي شوي وو۔

د هند پراکسيز عزائم به ناکامه کوؤ،صدر ۔ وزيراعظم

صدر مملکت آصف علي زرداري،وزيراعظم شهباز شريف ، داخله وزير محسن نقوي ،د صوبو ګورنرانو او وزرائے اعلي مستونګ علاقه کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړيده ۔ خپل بيانونو کښې حکومتي مشرانو وئيلي دي چې ملک کښې امن قائمول د حکومت وړومبې ترجيح ده د ترهه ګرو خلاف به د سيکيورټي فورسز عمليات جاري وي ۔ صدر زرداري او وزيراعظم شهباز شريف شهيد ميجر زياد سليم او سپاهي نظام حسين ته د عقيدت پيرزوني وړاندي کړيدے او وئيلي ئي دي چې د ملک دفاع او د اولس تحفظ لپاره د سيکيورټي اهلکارو قربانۍ به چرې هم هيرې نه کړو۔ حکومتي مشرانو بيان ترمخه ملک نه د ترهه ګرۍ جرړې د ختمولو لپاره ټول قام د پاک پوځ په شا ولاړ دے ، د هند سرپرستۍ کښې د ملک په مختلفو سيمو کښې جاري ترهه ګري به هرحال کښې ختموؤ ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *