تازه خبرونه

لنکن کارنر: د پاکستان او امریکا خلک یوبل ته رانزدې کوي

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي
لنکن کارنرونه په صوبو کې سیمینارونه او ورکشاپونه تابیا کوي چې ددې هیواد ځوانان په راتلونکې کې د هیواد د پرمختګ لپاره خپل فعال رول ولوبوي

لنکن کارنرونه په صوبو کې سیمینارونه او ورکشاپونه تابیا کوي چې ددې هیواد ځوانان په راتلونکې کې د هیواد د پرمختګ لپاره خپل فعال رول ولوبوي

د امریکا د قونسلګرۍ عمومي استازي سټېټسن سېنډرز په دې وروستیو کې د فیصل‌آباد دولتي کالج پوهنتون کې د لنکن کارنر دوره وکړه او هلته ی زده کوونکو او ددې پوهنتون مشرانو سره وکتل په دې لیدنه کې د دغو مرکزونو پر مخ پر زیاتېدونکي رول باندې ټینګار وشو، کوم چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د تعلیمي او کلتوري اړیکو په پیاوړتیا کې مهم اهمیت لري او د پاکستان او امریکا خلک یوبل ته د رانزدې کولو لپاره خپل مهم رول لوبوي لنکن کارنر د نړیوالې شبکې “امریکن سپېسز برخه ده، چې د امریکا ماموریت یې د زده‌کړو، علمي پرمختګ او کلتوري تبادلې د ودې لپاره ملاتړ کوي

د لنکن کارنر په اړه معلومات او دا ولې هم دې ؟

په پاکستان کې لنکن کارنرونه د ۲۰۱۰مې لسیزې په لومړیو کې د پوهنتونونو او عام کتابتونونو سره په ګډه جوړ شول. دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۹ لنکن کارنرونه فعال دي، چې په اسلام‌آباد، پنجاب، خیبر پښتونخوا او سند صوبو کې موقعیت لري په بلوچستان کې هم یو ورچویل لنکن کارنر فعالیت کوي او ددې صوبې د خلکو د نورې نړۍ سره د نښلولو لپاره مهم رول لوبوي د دغو مرکزونو ډېری برخې د پوهنتونونو په کیمپسونو او یا هم په لویو عامه کتابتونونو کې موقعیت لري، چې له امله یې محصلینو او د ځوان نسل مسلکي کسانو ته اسانه لاسرسی برابریږي لنکن کارنرونه وړیا کتابونه، ډیجیټل سرچینې، انټرنېټ اسانتیاوې او عصري تعلیمي وسایل وړاندې کوي. دغه مرکزونه په ځانګ ډول د ځوانانو پر ښکېلتیا، مهارتونو پراختیا او علمي ودې تمرکز کوي او ځوانان مثبت فعالیتونو پر لور رابلي دا هم مهمه ده او باید یادونه وشی چې د انګلیسي ژبې زده کړه، د مسلکي راتلونکې لارښوونه او علمي مشورې د دغو مرکزونو د منظم پروګرامونو مهمې برخې دي سربېره پر دې، لنکن کارنرونه د کال په اوږدو کې ورکشاپونه، سیمینارونه، بحثي ناستې او کلتوري پروګرامونه تنظیموي، چې د زده‌کړې او رغنده مکالمې لپاره خلاص چاپېریال برابروي

فیصل‌آباد ته سفر د ځوانانو او زده‌کړو پر لور ځانګړې پاملرنه

په ګورنمنټ کالج یونیورسټي فیصل‌آباد کې د لنکن کارنر ته د سفر پر مهال قونسل جنرل سټېټسن سېنډرز د امریکا ماموریت د زده‌کړو، تبادلې پروګرامونو او ټولنیزې همکارۍ پر دوام ژمنتیا څرګنده کړه د فیصل‌آباد لنکن کارنر، لکه د هېواد نور ورته مرکزونه، داسې ګډه فضا برابروي چې پکې محصلین، مسلکي کسان او راتلونکي مشران کولی شي خپل مهارتونه لوړ کړي او له نړیوالو فرصتونو سره اړیکې ټینګې کړي دا هم مهمه ده چې یادونه ی وشی چې لنک کارنر له کتابونو او مطالعې ځایونو پرته په منظمه توګه سټیم فعالیتونه(ساینسي تجربې او فعالیتونه) د نوښت پروګرامونه، د رهبرۍ نوښتونه او د علمي تبادلې پروګرامونه تنظیموي دا فعالیتونه ځوان پاکستانیان د لوړو زده‌کړو، څېړنو او مسلکي ژوند لپاره چمتو کوي او همدارنګه د نړیوالو مسایلو او بېلابېلو کلتورونو په اړه پوهاوی زیاتوي د پاکستان او امریکا د زده کړې پوهانو او نورو اړوند چارواکو ترمخه د دغو مرکزونو اساسي موخه د پاکستان او امریکا ترمنځ د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کول دي لنک کارنرونه د پاکستان په ګوټ ګوټ کې د محصلینو او مسلکي کسانو ملاتړ له لارې، دغه مرکزونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو او دوامداره اړیکو په جوړولو کې مهم رول لوبوي

دا هم باید یادونه وشی چې د هیوادونو ترمنځ د رسمي ډیپلوماسۍ سربېره، لنکن کارنرونه د زده‌کړو، پوهې او متقابل درناوي له لارې د اوږدمهالو اړیکو پر جوړولو تمرکز کوي

Related Articles

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *