تازه خبرونه

فاطمه: د پاکستان تحریک انصاف ګونډ ځوانان د نفرت خپرولو لپاره کاروي

د اسلامیه کالج پوهنتون پيښور یوې ښځینه زده کوونکي فاطمه خان د خیبر پښتونخوا په وزیرعلی سهیل خان افریدي باندې سختې نیوکې کړي دي
د پیښور په نشترهال کې د یو غونډې پر مهال فاطمه له وزیراعلی پوښتنه وکړه چې زموږ صوبه ولې ترقي نه کوي

د پیښور په نشترهال کې د یو غونډې پر مهال فاطمه له وزیراعلی پوښتنه وکړه چې زموږ صوبه ولې ترقي نه کوي

په دې وروستیو کې د پیښور په نشترهال کې د یوې غونډې پر مهال د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي څخه پوښتنه کوونکې زده‌کوونکې فاطمه خان تازه بیان مخې ته راغلې دې
له وزیر اعلی سهیل افریدي څخه پوښتنه کوونکې زده‌کوونکې فاطمه خان، چې د پیښور لوی تعلیمي ادارې اسلامیه کالج یونیورسټي زده کوونکې ده، خپل دریځ روښانه کړی او ویلي یې دي چې د وزیر اعلی وینا اوږده، د کرکې ډکه او پاروونکې وه، چې له امله یې هغې پوښتنه وکړه.

فاطمه خان ویلي، هغې له وزیر اعلی څخه پوښتنه وکړه چې تاسو دا بیانونه او تقریرونه کوي چې نورې صوبې جعلي حکومتونه لري او ستاسو په صوبه کې اصلي حکومت دې، خو بیا په دې صوبه کې ولې پرمختګ نه دی شوې؟
هغې زیاته کړه چې وزیر اعلی د هغې خبره تر پایه ونه اورېده او وروسته یې ورباندې تور ولګاوه چې ګواکې هغه د عوامي نېشنل ګوند یا د کوم بل سیاسي ګوند پلوي ده.

زده‌کوونکې فاطمه خان ټینګار کړی چې د هغې پوښتنه سیاسي نه وه، بلکې د ولسي ستونزو او د صوبې د پرمختګ په اړه وه، چې د وزیر اعلی مسؤلیت و چې ځواب یې ورکړی واې ، فاطمه خان په خپل تازه بیان کې ویلي دي او په پاکستان تحریک انصاف ی سختې نیوکې کړي دي چې دوی ځوانان د نفرت خپرولو او د خلکو پارولو لپاره کاروي، هغې ویلي دي چې پي ټي آیی مشران دا ځوانان جذباتي کوي او بیا چې دوی جیلونه ته لاړ شي نو د پی ټي آیی مشران ی پوښتنه هم نه کوي هغې ټینګار کړې دې چې د پي ټي ایی ګوند د ځوانانو داسې تربیت کوي چې ددې ځوانانو راتلونکې خراب شي.
هغې وویل چې د صوبایی حکومت هیڅ کوم د پرمختګ کار په نظر نه راځي نو زه دوی له مشوره ورکوم چې ددې صوبې پرمختګ باندې پام وکړي.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *