تازه خبرونه

ضلع خیبر کې د ایف سي ځواک پر ګاړي چاودنه شوې ده

د سرچینو ترمخه په دې هدفي برید کې پینځه د ایف سي ځواک سرتیري ټپيان شوي دي، دوه عام وګړي هم ټپیان شول
په باړه کې د نوګزي بابا ته نږدې د چاودنې ځای، امنيتي ځواکونه د پېښې پلټنه کوي

د باړه تحصیل نوګزي بابا ته نږدې د سړک غاړې ولاړ موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودیدل

ضلع خیبر:  د خيبر ضلعې په باړه تحصیل کې د نوګزي بابا په سیمه کې د سړک په غاړه ښځ شوي بم په وسیله  د فرنټيئر کور (اېف‌سي) پر يوې موټر بمي چاودنه شوې، چې له امله يې د اېف‌سي پنځه سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د پوليسو په وينا، ټپيان شوي کسان سمدستي د طبي مرستې لپاره نږدې روغتون ته ورسول شول

پوليس سرچينو وويل چې چاودنه د سړک غاړې ولاړ هغه موټرسايکل له لارې شوې، چې پکې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. د چاودنې له امله د اېف‌سي موټر ته هم زيان رسېدلی دی

د پېښې  وروسته  سمدستي امنيتي ځواکونه او د پیښې ځای ته ورسیدل  او سيمه يې محاصره کړه، څو د نورو احتمالي برید  مخه ونيسي. د پېښې د لاملونو او مسؤلينو د موندلو لپاره پلټنې پيل شوې دي

چارواکي وايي چې د امنيت ټينګښت لپاره په سيمه کې د پلټنو لړۍ پراخه شوې او د پېښې په اړه نور جزئيات به وروسته شريک شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *