تازه خبرونه

صدرټرمپ ۔ اسرائيل وزيراعظم نتن ياهو ملاقات،د فلسطنيانو بے دخلې په معامله اتفاق

اسرائيلي وزيراعظم د فلسطين د مسئلې دوه رياستي حل تجويز مسترد کړېدے،غزه جنګ بندۍ اعلان هم نه دې شوے
صدرټرمپ ۔ اسرائيل وزيراعظم نتن ياهو ملاقات،د فلسطنيانو بے دخلې په معامله اتفاق

غزه نه د فلسطنيانو د انخلا متنازع منصوبه

د اسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو په وائټ هاؤس کښې د امريکني صدر ډونلډټرمپ سره ملاقات کړيدے، ملاقات دوران د شريکې دلچسپۍ په معاملو،غزه جنګ او د سيمې سيکيورټې په امورو خبرې شويدي ۔ د دواړو مشرانو ملاقات ته د لکونو فلسطنيانو سترګې وي،دوي طمع لرله چې صدر ټرمپ به غزه جنګ بندۍ په معامله نيتن ياهو رضا کړي ولې دې ملاقات کښې غزه جنګ بندۍ په حواله څه مثبت اشاره نه ده ملاؤ شوے ۔

د ملاقات دوران د اسرائيل وزيراعظم نيتن ياهو ووئيل چې آزاد فلسطيني رياست د اسرائيل وجود لپاره خطره جوړيدې شي او د فلسطين د شخړې دوه رياستي حل مطالبه اسرائيل ته منظور نه ده ۔ د نيتن ياهو وينا وه چې فلسطنيان د حکومت کولو حق لري خو د سيکيورټۍ معاملو اختيارات ورله نشو حواله کولے د فلسطنيانو غوره مستقبل لپاره دوي نزدي ګاونډي ملکونو ته منتقل کيدې شي ۔ صدر ټرمپ هم د غزه نه د فلسطنيانو انخلا په متنازع منصوبه د اسرائيلي وزيراعظم د تجويزونو سره اتفاق ښودلې او وئيلي ئي دي چې د فلسطين ګاونډي ملکونه دې سلسله کښې تعاون کولو له تيار دي ۔

د ملاقات دوران د ميډيا نمائندګانو د سوالونو جوابونه ورکولو په وخت صدر ټرمپ وئيلي دي چې غزه جنګ بندۍ په حواله مذاکرات په مثبت ډول مخ په وړاندې روان دي حماس هم د مذاکراتو په حق کښې دے اميد دې چې ډير زر به دا جنګ بندي وشي ۔

ټرمپ ووئيل چې د هغه په کوششونو د پاکستان او هند ترمينځ جنګ ختم شوي وو، ايران اسرائيل تاؤ تريخوالې کم شوېدے د غزه د جنګ بندۍ د مسئلې به هم څه نه څه حل راوځي ۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې امريکني صدر ووئيل چې ايران سره په جوهري پروګرام د مذاکراتو لپاره نيټه او شيډول ټاکلو لپاره مشاورت جاري دے په مناسب وخت به په ايران لګولي شوې پابندۍ هم ختم کړو ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *