تازه خبرونه

شمالي وزيرستان کښې د افغانستان طرف نه د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو پاکستان ته د داخليدو کوشش ناکامه کړې شوې، 30 ترهه ګر وژلي شويدي

افغان حکومت دې خپله خاوره د ترهه ګرۍ لپاره د استعماليدو مخ نيوي وکړي، د پاکستان مطالبه
شمالي وزيرستان کښې د افغانستان طرف نه د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو پاکستان ته د داخليدو کوشش ناکامه کړې شوې، 30 ترهه ګر وژلي شويدي

سيکيورټي فورسز کامياب عمليات،افغان پولې نه پاکستان ته ترهه ګرو داخليدو کوشش ناکامه

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه په يکم او دوئم جولائۍ د شپے په مهال د شمالي وزيرستان حسن خيل علاقه کښې د افغانستان د طرف نه ګڼ شمير ترهه ګرو پاکستان ته د داخليدو کوشش ناکامه کړې شوي وو او د جوابي کارروائۍ په مهال ديرش فتنه هند مرستيال ترهه ګر وژلي شويدي ۔


بيان کښې وئيلي شويدي چې د وژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه لوئي شمير کښې وسله،بارودي مواد هم برآمد شويدي، آئي ايس پي آر د افغان حکومت نه مطالبه کړېده چې د دې هيواد خاوره د پاکستان خلاف د ترهه ګرۍ حملو لپاره د استعماليدو مخ نيوي دې وکړي او د هغه بهرملکي عناصرو خلاف دې کارروائي وکړي څوک چې د پاکستان د سيکيورټۍ لپاره د خطرو سبب جوړيږي ۔ صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او داخله وزير محسن نقوي په شمالي وزيرستان کښې د سيکيورټي فورسز د دې کامياب عملياتو ستائينه کړيده، خپل بيانونو کښې صدر او وزيراعظم وئيلي دي چې ملک نه ترهه ګري په مکمله توګه ختمول د حکومت ترجيح ده او د شرخوښو خلاف به پوځي عمليات جاري
وي ۔


سيکيورټي فورسز د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو په ضد دا کامياب عمليات په داسې مهال کړيدي چې د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو کښې د ترهه ګرو په حملو کښې تير څو ورځو راهسې اضافه راغلې ده په خصوصي توګه دې حملو کښې سيکيورټي فورسز او پوليس اهلکار په نښه کيږي ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *