تازه خبرونه

    سردار آیاز صادق: هیچاله اجازه نه ورکوم چې پاکستان پوځ پر ضد خبرې وکړي

سردار آیاز صادق وویل پاکستان یو ګاونډي هیواد سره شخړه لري چې هغه زموږ د هیواد ماشومانو د ژوند سره لوبې کوي
سردار آیاز صادق وویل چې نن نړۍ کې داسې هیواد نشته چې پاکستان ورسره اړیکې نه وي .....

سردار آیاز صادق وویل چې که اپوزیشن سمې خبرې کول غواړي نو هغوی ته به اجازه ورکړل شی چې خبرې وکړي

د پاکستان  قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ویلي دي  چې په پارلیمان کې به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د پاکستان د پاکستان آرمي  او عدلیې پر ضد خبرې وکړي

په لاهور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ایاز صادق وویل چې  زما مشوره دا ده چې پارلیمان ته راشئ او د ولس خدمت وکړې ،زیاته ی کړه چې  که احتجاج سوله‌ییز وي نو هېڅوک به پرې اعتراض ونه لري، او که د اپوزېشن مشر سمې خبرې کوي نو هغه ته به د خبرو موقع هم ورکول کېږي

هغه زیاته کړه چې دا د هغه مسوولیت دی چې په پارلیمان کې د پاکستان پر ضد خبرې ونه شي او ټینګار یې وکړ چې د پوځ او عدلیې پر ضد خبرې به هېڅ صورت کې نه زغمل کیږي

د قومي اسمبلۍ سپیکر وویل، نن داسې کوم هېواد نشته چې پاکستان ورسره دوستي ونه لري، مافیاګانې په ټوله نړۍ کې شته، خو حق او رښتیا د هغوی پر وړاندې خنډ ګرځي ایاز صادق دا هم وویل چې هغه له وزیراعظم سره مشوره کوي او وزیراعظم هېڅکله هغه نه دی درولی، نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان بهرنۍ پالیسۍ هېڅکله هم دومره ښه وضعیت نه درلود لکه نن چې لري، خو یوازې له یوه ګاونډي هېواد سره ستونزه شته چې زموږ د ماشومانو له ژوند سره لوبې کوي

Related Articles

د کینیا یوې محکمې د افغان پخواني پارلماني غړي ظاهر قادر امریکا ته د سپارلو پرېکړه تایید کړې، چې پر هغه د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق تورونه لګېدلي دي

April 23, 2026

افغان ډلې او د پالیسۍ مرکزونه د ډیورنډ کرښې په اړه د واقعیت‌پالې تګلارې غوښتنه کوي او د قانوني پېژندنې او سیمه‌ییز ثبات ملاتړ کوي

April 23, 2026

د امریکا د کانګرس یو شمېر استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحه په کلکه غندلې، چې له مخې یې افغان کډوال کانګو ته د لېږدولو پلان لري

April 23, 2026

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال اټکل شوی، چې له امله یې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *