تازه خبرونه

د ۶۰ زياتو نړی وال هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه یې د ملګرو ملتونو امنيتي شورا څخه د بشري حقونو د لومړيتوب غوښتنه وکړی

د نړيوالو بشري حقونو په ورځ نړی وال هېوادونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو پاليسۍ د سولې او امنيت لپاره مستقيم ګواښ دی.
نړی وال هېوادونو استازی د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډه کې ګډه اعلاميه لولي.

نړی وال هېوادونو استازی د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډه کې ګډه اعلاميه لولي.

ملګرو ملتونو/نيويارک — له ۶۰ زياتو هېوادونو، چې پکې استراليا، کاناډا، انګلستان، پاکستان، جاپان، د کوريا جمهوريت، د اروپايي ټولنې اکثره غړي او د لاطينی امريکا، منځني ختيځ او اوقيانوسيا يو شمېر هېوادونه شامل دي، د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په غونډه کې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونې په کلکو ټکو وغندلې او غوښتنه يې وکړه چې شورا دې د خپلو ټولو پرېکړو په مرکز کې د بشري حقونو موضوع تضمين کړي.

دغه اعلاميه د يو پراخ ائتلاف له لوري ولولل شوه، چې پکې د اروپا ډېری هېوادونه، د بالکان، اسکنډینیویا، شمالي امريکا، آسيا–پسيفيک او لاتين امريکا استازي شامل وو. په ګډه ټينګار وکړ چې د بشري حقونو بحث د امنيتي شورا د کار يوه نه‌بېلېدونکې برخه ده.

د امنيتي شورا د کار بنیاد :

دغه ایتلافي هېوادونو په ګډه وويل چې د نړيوالو بشري حقونه چې نږدې ۸۰ کاله وړاندې تصويب شوې، روښانه کړې ده چې هر انسان د بغیر د څه توپیر پرته د بشپړ حقونو خاوند دی.

ائتلاف خبرداری ورکړ چې پراخې او دوامدارې سرغړونې جګړې اوږدوي او کړکېچونه ژوروي، او د نړیوالې سولې لپاره جدي خطر دی. له همدې امله، د بشري حقونو ارزونه، څارنه او مشورې د شورا د سولې او ثبات د ماموريت لپاره حياتي دي.

په بیان کې ویلي شوی د جدي سرغړونو عاملين بايد د قانون له لارې وڅېړل شي، محاکمه شي او حساب ورکړي، ځکه معافیت نه يوازې د عدالت ناکامي ده، بلکې د شخړو، بې‌ثباتۍ او ناامنیو مستقيم لامل ګڼل کېږي.

د طالبانو د بشري حقونو پر کارکردګۍ سخت تنقید :

ائتلاف د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې اوس‌مهال د طالبانو تر حاکميت لاندې بشري حالت په نړۍ کې تر ټولو خراب بلل کېږي.

په اعلامیه کې ویلي شوی چی
د ښځو او نجونو پر وړاندې منظم او پراخه ظلم روان دی په زده کړه، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند کې سخت محدودیتونه لګوي رسنۍ غلی کوي، خبریالان او مدني فعالان ګواښي
قومي او مذهبي لږکي په نښه کوي
د بدني سزاګانو عملي کول، او بې‌دلیله نیونې کوي
او ټولې سرغړونې له بشپړ معافیت سره ترسره کوي

ائتلاف دا کړنې د بشري حقونو پر نړیوالو معیارونو “ژور برید” وباله او یو این وومن د جنسیتي تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین په پای کې یې د افغان مېرمنو د زغم او مقاومت ستاینه وکړه.

هېوادونو یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې:

د ښځو او نجونو ټول بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسوي

د بشري حقونو سیسټماټیک سرغړونې ودروي

د کورنیو او نړیوالو خپلواکو څارنو مخه پرې نه‌نیسي

او د افغانستان نړیوالو بشري ژمنو ته درناوی وکړي

بشري حقونه؛ د سولې شرط، نه ضمیمه

ائتلاف په پای کې وویل چې افغانستان ته تلپاتې سوله هغه وخت راتللی شي چې د بشري حقونو ناشونې سرغړونې پای ته ورسېږي. د هېوادونو په وینا، بشري حقونه د سولې او امنیت ضمیمه نه ده، بلکې بنسټیز شرط دی.

هېوادونو د امنيتي شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د حساب ورکونې تقویه، د بشري حقونو ملاتړ او د ښځو د حقونو د بیا احیا غوښتنې باید د سولې او ډيپلوماسۍ د ټولو هڅو محور وګرځي.

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *