تازه خبرونه

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر: افغان طالبان باید پاکستان په اړه یوه لار خپله کړي

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر او فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر ویلي دي چې افغانستان ته مو روښانه دریځ وړاندې کړې دې، یا دې له خوارجو سره ودریږي او یا پاکستان سره
د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر د په جی ایچ کیو راولپنډۍ کې سلامي وړاندې شوه

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ویلي دي چې د درې واړو ځواکونو یو مرکز جوړیدو سره به د پاکستان دفاعي ځواکونو ډیر قوي شی او دې سره به د پاکستان دفاع هم قوي او باوري شي

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر نن د ګل په ورځ د پاکستان پوځ جنرل هیډکوارټر راولپنډۍ کې یوې ځانګړې غونډې ګډون والو ته وینا وکړه

په وینا کې جنرال عاصم منیر اوویل چې پاکستان  د افغانستان طالبانو رژیم ته یو ښکاره او روښانه دریځ وړاندې کړې دې

د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر وویل چې افغان طالبان  د دوو لارو ترمنځ یوازې یو انتخاب لري  یا خو به له خوارجو سره وي او یا له پاکستان سره

فیلډ مارشل عاصم منیر ته په راولپنډۍ کې د جنرل هیډکوارټر   په میدان کې د درې واړو وسله‌والو ځواکونو د چمتو دستو له لوري سلامي وړاندې شوه

وروسته، د درې واړو ځواکونو افسرانو ته په وینا کې فیلډ مارشل عاصم منیر وویل چې د نوي جوړ شوی دفاعي ځواکونو مرکزي هیډکوارټر یو تاریخي او بنسټیزه بدلون دی، او دا د دفاعي جوړښت د عصري کولو پر لور یو مهم ګام دی

فیلډ مارشل وویل چې اړینه ده موږ د درې واړو ځواکونو د متحد سیستم له لارې ملټي ډومېن عملیات نور هم پیاوړي کړو، ځکه د خطرونو د زیاتېدو او بدلېدونکي وضعیت له امله دا یو ضروري اقدام دی

هغه زیاته کړه چې هر یو ځواک  به د خپل آپرېشنل چمتووالي لپاره خپله ځانګړتیا ساتي، خو دفاعي ځواکونو مرکزي هیډکوارټر به د ټولو سروسونو عملیات همغږي او یو ځای  کړي

فیلډ مارشل په څرګندو ټکو وویل چې هند دې د ځان غولونې یا غلط اټکل ښکار نه شي، ځکه راتلونکې نوبت به د پاکستان غبرګون تر دې هم چټک او شدید وي

هغه وویل چې طالبانو رژیم ته دا روښانه شوې ده  چې هغوی د خوارجو یا پاکستان تر منځ د یو انتخاب نه پرته بله هیڅ کومه  لار نه لري

هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خپلواکۍ ته ګواښ شي:جنرال عاصم

دفاعي ځواکونو مشر وویل چې پاکستان یو سولې‌غوښتونکی هېواد دی، خو هېچا ته به اجازه ور نه کړو چې د پاکستان خپلواکي، سرحدي بشپړتیا ته ګواښ جوړ کړي

ټینګار ی وکړه چې هرڅوک باید پوه شي چې د پاکستان تصور ماتېدونکی نه دی؛ د دې ساتنه د ایمان له جذبې ډک ،له سرونو تیر یو زړه ور ملت کوي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د پاکستان د فاعي ځوکونو مشر او  فیلډ مارشل عاصم منیر په مشرۍ کې د روان کال په میی میاشت کې معرکهٔ حق پر مهال پاکستان هند ته غاښ ماتیدونکې شکست ورکړوو

په دې جنګ کې  نړۍ  ولیدل چې پاکستان د هند  جنګي الوتکې هم رانسکورې کړې او د هند د دښمن هوايي دفاعي سیستم ی هم بشپړه توګه ناکام کړ

دا هم باید یادونه وشی چې  د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د پاکستان بریا بیا بیا ستایلې او یاده کړې ده  او ویلي دي چې د پاکستان چمتو هوایی ځواکونو د هند الوتکې رانسکورې کړي دي

Related Articles

فلم د “اقرأ” په قرآني لفظ پای ته رسېدلې ترڅو د علم اهمیت څرګند کړي، او ډایرکټر ویلي چې دوی د درې طلاق او مهر په اړه سم معلومات وړاندې کول غوښتل

April 24, 2026

د هندي هوایي ځواک د الوتکو د سقوط زیاتېدونکو پېښو د هوايي بیړۍ د خوندیتوب او ساتنې معیارونه بیا تر پوښتنې لاندې راوستي دي

April 24, 2026

د یوه باوقاره قوم غړي او ادارې د یو بل ځواک ګرځي. د حق معرکې پر مهال کله چې د پاکستان ولس او دولتي ادارې په یوه صف کې ودرېدل، نو د دښمن ټول ناپاک پلانونه او د ګډوډۍ خپروونکي عناصر په خپله ناکام او بې‌مراده شول

April 24, 2026

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان حکومتداري د مشروعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو او د سیاسي ګډون د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *