تازه خبرونه

د پاکستان ترسیلات زر د د‌سمبر په میاشت کی  تاریخي لوړې کچې ۳.۶ ارب ډالر ته رسیدلی

د بهر مېشتو پاکستانیانو له لوري ریکارډ ترسیلات د ملي اقتصاد پر ثبات، د حکومت پر پالیسو او پر پاکستان د نړیوال باور زیاتوالی څرګندوي
د پیسو لېږد یو مرکز چې د بهر مېشتو پاکستانیانو له خوا پاکستان ته د ترسیلاتو د زیاتوالي څرګندونه کوي.

د خرم شهزاد په وینا، د دسمبر ۲۰۲۵ په میاشت کې له سعودي عربستان څخه تر

اسلام‌اباد : د پاکستان مرکزی بینک وایی په دسمبر کی ملکی ترسیلات زر ۳.۶ اربه ډالره ریکارډ کړې شوي دي

  د معیشیت پوهان وایی په اقتصادي ډګر کې یو مهم او خوشبین پرمختګ مخې ته راغلی  چې د بهر مېشتو پاکستانیانو له خوا لېږل شوې ترسیلات زر په دسمبر ۲۰۲۵ کې نوې تاریخي لوړې کچې ته ورسېدې

 د پوهانو په وینا  دا د ملي اقتصاد پر وړاندې د زیاتېدونکي باور او د پاکستان پر نړیوال اعتبار د ښه کېدو څرګند ثبوت دی

د مرکزي بینک د شميرو تر مخه د دسمبر ۲۰۲۵ په میاشت کې بهر مېشتو پاکستانیانو تر ۳.۶ ارب ډالرو زیاتې ترسیلات زر هېواد ته ولېږلې، چې دا د دسمبر ۲۰۲۴ د ۳.۱ ارب ډالرو په پرتله شاوخوا ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي

همدارنګه، د نومبر ۲۰۲۵ په پرتله هم ترسیلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی ثبت شوی، کله چې دا کچه ۳.۲ ارب ډالره وه

د ترسیلاتو د ریکارډ زیاتوالي په اړه د خبرو پر مهال د ماليې د وزیر سلاکار خرم شهزاد وویل چې د مالي کال ۲۰۲۶ د لومړۍ شپږ میاشتنۍ په ترڅ کې ټولیزې ترسیلات ۱۹.۷ ارب ډالرو ته رسېدلې دي، چې دا د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی دی

 نوموړي زیاته کړه چې که اوسنی بهیر همداسې روان پاتې شي، نو تمه ده چې د مالي کال ۲۰۲۶ تر پای پورې به ټولیزې ترسیلات له ۴۱ ارب ډالرو هم واوړي

د خرم شهزاد په وینا، د دسمبر ۲۰۲۵ په میاشت کې له سعودي عربستان څخه تر ټولو زیاتې ترسیلات، یعنې ۸۱۳ میلیونه ډالر پاکستان ته ولېږل شول، په داسې حال کې چې له متحده عربي اماراتو څخه ۷۲۶ میلیونه ډالر ترسیلات راغلل. همدارنګه، له برېتانیا څخه ۵۶۰ میلیونه ډالر او له امریکا څخه ۳۰۲ میلیونه ډالر هېواد ته ولېږدول شول

نوموړي وویل چې په مجموعي ډول د دسمبر ۲۰۲۵ ترسیلاتو کې څرګند زیاتوالی لیدل شوی، چې دا د بهر مېشتو پاکستانیانو د ملي اقتصاد سره د پیاوړې ونډې څرګندونه کوي

د هغه په وینا، د بهر مېشتو پاکستانیانو دا باور د اوږدمهاله اقتصادي ثبات، دوامدارې ودې او د پاکستان د روښانه راتلونکي ضمانت دې

Related Articles

د نيوکو سره سره اسلام‌اباد وايي، اصلي موخه د خبرو دوام او د تاوتريخوالي مخنيوی دی، نه ژر او ظاهري پايلې

April 22, 2026

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *