تازه خبرونه

د غزه لوی انساني بحران: یوپنځوس ۵۱ نور فلسطینیان شهیدان شول

په خان یونس کې د بې‌کوره شوو خلکو د خېمو پر سر بریدونو کې لږ تر لږه ۸ فلسطينيان شهیدان شوي، او د مرکزي غزه په دیرالبلح کې د یوې خېمې پر سر برید کې نور ۴ تنه هم وژل شوي دي
د غزه لوی انساني بحران: یوپنځوس ۵۱ نور فلسطینیان شهیدان شول

خپاره شوي رسنیز راپورونه ښایی چې د اسرایلو په بریدونه کښې زیاته مرګ ژوبله ماشومانو او ښځینه وګړو ته اووښتې ده

د فلسطین په غزه د اسرایلي ځواکونو بریدونه دوام لري او د اسرایل په تازه بریدونه کښې یوپنځوس ۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د بهرنيو رسنيو د راپور له مخې د نهې ورځ له سهاره تر اوسه د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۱ فلسطينيان شهید شوي دي.

د رسنیو راپور ترمخه په شهیدانو کښې ۸ات هغه کسان هم شامل دي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره هڅې کولې او په دې وخت کښې د اسرایلو د برید ښکار شو او ژوند ی له لاسه ورکړو.

په راپور کې ویل شوي چې اسراییلي ځواکونو د غز په هغو مرکزونو ډزې کړې چې هلته د مرستو وېش کېدل او یو شمیر وګړي د مرستو ترلاسه کولو په انتظار ولاړ وو چې د اسرایل برید ښکار شو.

سربېره پر دې، په خان یونس کې د بې‌کوره شوو خلکو د خېمو پر سر بریدونو کې لږ تر لږه ۸ فلسطينيان شهیدان شوي، او د مرکزي غزه په دیرالبلح کې د یوې خېمې پر سر برید کې نور ۴ تنه هم وژل شوي دي.

اسرایلي بریدونو کښې خبریالان هم شهیدان کیږي

عام اولس سره سره په غزه کښې د میډیا کوریج کوونکي خبریالان هم په نښه کیږي او د رسنیو راپور ترمخه د اګست ۱۰، ۲۰۲۵م نېټې د شپې مهال، د غزه ښار د الیشفا روغتون د دروازې مخې ته په یوه خېمه چې خبریالانو پکې استوګنه وه، د اسراییلي فضایي برید له امله ژوند له لاسه ورکړو، په دې برید کې د الجزیره رپورټر انس الشریف ,,محمد قریقه، الجزیره رپورټر او کیمره مین ابراهیم زاهر او محمد نوفل هم شهیدان کړې شول.

د غزې د دولتي مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د اسراییلو له خوا په غزه کې پیل شوې نږدې دوه کلنه نسل‌وژونکې جګړه کې تر اوسه د ۶۲ زرو نه زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي چې پکې لږ تر لږه ۱۸ زره ۸۸۵ ماشومان هم شامل دي.
دا مهمه ده او باید یادونه وشي چې د حماس له لوري د قطر او مصر د اوربند پر وړاندیز د رضايت او خوښې څرګندولو وروسته، د اسراییل حکومت تر اوسه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

دا هم باید یادونه وشي چې په فلسطین اسرایلو اوسني بریدونه د کال ۲۰۲۳م د اکتوبر پر ۷مه وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس وسله‌والو د اسراییلو پر جنوب برید وکړو او د راپورونه ترمخه په سلګونو اسرایلي وګړي ی اووژل.

له هغې ورځې راهیسې اسرایلو د غزه په سیمو هوايي بمبار، ځمکنۍ حملې پیل کړي او د غزه سیمه ی له هر لوري محاصره کړې چې نن هم دا دوام لري

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *