تازه خبرونه

د سعودي عربستان  مفتي اعظم له نړۍ سترګې پټې کړې

د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز مړینه د مسلمانۍ نړۍ لپاره د لوی غم ورځ ده، ستر مفتي اسلام لپاره ډیر زیات خدمت کړې دې
د سعودي عربستان ستر مفتي د اسلام او اسلامی نړۍ لپاره ډیر لوی خدمتونه وو چې دا بل ته یاد ساتلې شي.

د سعودي عربستان ستر مفتی د جنازې غایبانه لمونځ نن د مازیګر لمانځه وروسته د مسجد حرمین الشریفین او د مدینې په ټولو جوماتونو کې ادا شو.

د سعودي عرب ستر مفتی، شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ له څه مودې راهیسې ناروغ وو. نوموړی د ۱۹۴۳م د نومبر پر ۳۰مه د مکې مکرمې په ښار کې زېږېدلی و.

د سعودي عرب ستر مفتی د علماوو د شورا امیر هم پاتې شوی دی. شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ ته د حج د خطبو د زیات شمېر وړاندې کولو ویاړ هم ورپه برخه شوی و.

د ګلف نیوز د راپور له مخې، د سعودي شاهي ماڼۍ اعلان کړی چې د سعودي عرب ستر مفتی، شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ، د ۸۲ کلونو په عمر کې وفات شوی دی.

د سرکاري اعلامیې له مخې، د خادم حرمین شریفین، پاچا سلمان بن عبدالعزیز په حکم، د شیخ عبدالعزیز آل الشیخ لپاره د جنازې غایبانه لمونځ نن د مازیګر له لمونځ وروسته د مسجد الحرام (مکه مکرمې)، مسجد نبوي (مدینې منورې) او د مملکت په ټولو جوماتونو کې ترسره کېږي. سربېره پر دې، د ریاض په امام ترکی بن عبدالله جومات کې هم نن د مازدیګر له لمانځه وروسته د شیخ آل الشیخ د جنازې لمونځ ادا شو.

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *