تازه خبرونه

د ايران او اسرائيل په يو بل د جنګ بندۍ د خلاف ورزو الزامات، د اسرائيل په رويه د ډونلډ ټرمپ د غصے اظهار

د جنګ بندۍ اعلان باوجود اسرائيل په تهران حملے کړېدی
اسرائيل او ايران ترمينځ جنګ بندي شوي،دواړه ملکونه متفق شوي،ټرمپ

ايران ۔ اسرائيل جهګړې لوجې خواؤ شا 700 کسان وژلي شوي

د امريکې او قطر په کوششونو د اسرائيل او ايران ترمينځ د جنګ بندولو نه څو ګهنټے وروستو دواړو ملکونو په يو بل د جنګ بندۍ خلاف ورزي کولو الزامات لګولي دی. د اسرائيل دفاع محکمے وزير کاټز خپل يو بيان کښې وئيلی دی چې ايران د جنګ بندۍ د اعلان نه پس دوه بيلسټک ميزائل داغلی دی خو دغه ميزائيلې هدف ته رسيدو نه مخکښی ناکاره کړي شويدي.

کارټر د دې حملو د موثره جواب ورکولو او د ايران حکومتی مرکزونه په نښه کولو خبرداری ئې ورکړيدے. د ايران پاسداران انقلاب او د پوځ مشرانو د اسرائيل د الزاماتو ترديد کړيدے او وئيلي ئې دی چې ايران د جنګ بندۍ نه پس هيڅ قسم کارروائی نه ده کړې.

واشنګټن کښې ميډيا نمائندګانو سره خبرو په وخت صدر ټرمپ وئيلی دی چې دواړو ملکونو د جنګ بندۍ خلاف ورزي کړيده، د ټرمپ وينا وه چې د جنګ بندۍ نه پس په اسرائیل يو راکټ داغلی شوي وو اوس اسرائيل د هغې جواب ورکولو لپاره په ايران بمباري کړيده. امريکني صدر د يوې پوښتنی په جواب کښی ووئيل چې ايران دوباره جوهري صلاحيت نه شی ترلاسه کولے. ټرمپ په اسرائیل غږ کړيدے چې په تهران دې د حملو نه ډډه وکړی جنګي الوتکي دې واپس راوبلي.

اسرائيلي رسنيو تر مخه د وزيراعظم نيتن یاهو د امريکې صدر ټرمپ سره په ټيلي فون خبرې شويدی او نتن یاهو ورله باور ورکړيدے چې نوری حملے نه کوؤ. دې نه آګاهو امريکني صدر ډونلډټرمپ خپل يو بيان کښې وئيلي وو چې ايران او اسړائیل په جنګ بندۍ رضا شويدي، ډز بندۍ لپاره دواړو ملکونو د استقامت او جرات مظاهره کړيده که چرې دا جنګ اوږد شو نو ټوله مشرقي وسطې به تباه کړي ۔

د صدر ټرمپ د بيان نه لږه شيبه وروستو د ايران خارجه وزير عباس عراقچي خپل بيان کښې وئيلي وو چې دا جنګ خو ايران نه وو شورو کړې بلکه اسرائيل په مونږ حملې کړيدي، که چرې اسرائيل خپلې کارروائۍ بند کړي نو ايران هم د جوابي حملو هيڅ اراده نه لري۔

د دواړو ملکونو ترمينځ دولس ورځنې جهګړه کښې د 600 نه زيات ايراني او ديرش نه سيوا اسرائيلي وکړی وژلې شويدی۔بلخوا قطر د ايران د ميزائيلو په حمله ايران ته احتجاج کړيدے، قطر د ايران سفير خارجه وزارت ته رابللې وو او د امريکي په العديد اډه د ميزائيلو په حملو ئې ورته احتجاج شويدي، د احتجاجی مراسلې په جواب کښې د ايران سفير وئيلی وو چې د حمله ايران د خپل دفاع لپاره کړې د امريکي په پوځي مرکز کړي وه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *