تازه خبرونه

د پیسو نړیوال صندوق: آیی ایم ایف د هند اقتصاد سی ګریډ ته  اچولې

آیی ایم ایف راپور وایی چې ۲۰۱۲ -۱۱ کال د اقتصادي معلوماتو بنسټ لا هم د هند د حسابونو برخه جوړوي چې ډېره زړه ، نیمګړي او غیر معیاري بلل شوې
د هند د جی ډي پي د محاسبې طریقه، په ځانګړي ډول د عاید پر بنسټ فورمول، بیا بیا د نړیوالو اقتصادپوهانو د نیوکو لاندې راغلې

آیی ایم ایف په راپور کې وایی چې د اقتصادي معلوماتو د کمزورۍ دوام له امله هند ته د دوهم پرله پسې کال لپاره هم سي ګریډ ورکړل شوې

  د نړیوال مالیاتي صندوق، آیی ایم ایف  په خپله کلنۍ راپور کې د هند اقتصادي معلومات کمزورې بللي او دغه هېواد ته ی د دویمه درجه په ورکولو سره سي  ګریډ ورکړی دی. دا درجه بندي د موجودو اقتصادي معلوماتو د اعتبار او شفافیت پر اساس ټاکل کېږي.

د ایی ایم ایف د راپور له مخې، د  ۲۰۱۲ -۱۱ کال د اقتصادي معلوماتو بنسټ لا هم د هند د حسابونو برخه جوړوي چې ډېره زړه ،  نیمګړي او غیر معیاري بلل شوې ده

راپور زیاتوي چې سي  ګریډ په دې مانا دی چې د هند د موجودو اقتصادي معلوماتو په کیفیت کې جدي ستونزې او نیمګړتیاوې شته. د راپور په وینا، د معلوماتو دا کمزوري د اقتصادي څارنې او پالیسي جوړونې پروسې ته زیان رسوي

ای اېم اېف په راپور کې ویلي دي چې د هند د جی ډي پي د محاسبې طریقه، په ځانګړي ډول د عاید پر بنسټ فورمول، بیا بیا د نړیوالو اقتصادپوهانو د نیوکو لاندې راغلې او د شفافیت او حقیقي اقتصادي وضعیت په ښودلو کې ناکامه بلل شوې ده

د نړیوال پیسو صندیق رپورټ ټینګار کوي چې د اقتصادي معلوماتو د کمزورۍ دوام له امله هند ته د دوهم پرله پسې کال لپاره هم سي  ګریډ ورکړل شوی دی

د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د معلوماتو د معیاري کولو نشتوالی نه یوازې د نړیوال اعتماد د کمېدو لامل کېږي، بلکې هند د نړیوالو مالي ادارو او پانګه‌والو لپاره د خطر زون ته رسوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *