تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کښې پي ټي آیی ۶ د سینیټ څوکۍ ګټلي

د پخواني وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري، مرزا آفریدي سره ټولو ۶ شپږو د پي ټي آیی امیدوارانو د سینیټ الیکشن وګټلو
خیبر پښتونخوا کښې پي ټي آیی ۶ د سینیټ څوکۍ ګټلي

د مسلم لیګ ن نیازاحمد، د پیپلز ګوند طلحه محمود، د جمعیت علمای اسلام ف عطاالحق هغه امیدواران دي چې د اپوزیشن له لوري ی د سینیټ په څوکیو بریالي شوي دي.

د خیبرپختونخوا اسمبلۍ د سینیټ په ټاکنو کښې نن د تحریک انصاف ګوند امیدوارانو ۶ او اپوزیشن ګوندونو ۵ څوکۍ وګټلې

په خیبرپختونخوا کې د سینیټ ۱۱ څوکيو لپاره ټاکنې ترسره شوې، چې د اسمبلۍ ټولو ۱۴۵ غړو خپل رایې وکارولې ،

د غیر رسمي او غیر حتمي پایلو له مخې، د ۷ جنرل څوکيو څخه ۴ څوکۍ پي آی وګټلې. په دغو کامیابو امیدوارانو کښې ډاکټرنورالحق قادري ، مراد سعید، فیصل جاوید او مرزا آفریدی شامل دي

بل‌خوا، د اپوزیشن ګوندونو درې کاندیدان د جنرل څوکيو ګټونکي مخې ته راغلي دي

د مسلم لیګ ن نیازاحمد، د پیپلز ګوند طلحه محمود، د جمعیت علمای اسلام ف عطاالحق هغه امیدواران دي چې د اپوزیشن له لوري ی د سینیټ په څوکیو بریالي شوي دي

د غیررسمي پایلو له مخې ډاکټر نورالحق قادري ۲۱، مرزا افریدي ۲۱ ، مراد سعید ۲۶ او فیصل جاوید ۲۲ رای اخستي دي

د ښځو لپاره په ځانګړو ۲ څوکیو باندې د پي ټي آیی روبینه ناز ۷۹ رای اخستي. د ښځو بله څوکۍ د پیپلز ګونډ کاندیدې روبینه خالد وګټله. د ټیکنو کریټ څوکۍ د جې یو آیی ف دلاور خان او بله د پي ټي آیی اعظم سواتي وګټله

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *