تازه خبرونه

جنوبي وزيرستان کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو سره نښته کښې شهيد ميجر سيدمعيزعباس سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارلې شوې

ملک دفاع او اولس تحفظ لپاره د شهيدانو احساناتو بدل مونږ نشو ادا کولې ،دا قربانۍ د پاکستان د طاقت بنياد دې،فيلډمارشل عاصم منير
ملک دفاع لپاره د شهيدانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي،فيلډمارشل عاصم منير

شهيدميجرسيدمعيزعباس جنازه چکلاله ګيريژن کښې ادا

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د جنوبي وزيرستان په سراروغه علاقه کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو سره نښتې دوران شهيد شوي د پاک پوځ ميجر معيزعباس جنازه چکلاله ګيريژن کښې ادا شوېده، فيلډ مارشل عاصم منير،داخله وزير محسن نقوي ،د پاک پوځ اعلي چارواکو او د شهيد لواحقينو په جنازه کښې شرکت کړي وو۔

فيلډمارشل عاصم منير ميجرمعيز عباس ته خراج تحسين وړاندي کړې او وئيلي ئي دي چې د هغه په شهادت ټول قام غمژن دے او په وياړ پرې کوي ۔ د فيلډمارشل وينا وه چې شهيد ميجر جنرل معيز عباس د خپل فرض ادا کولو دوران د خپل سر قرباني ورکړيده او د باتورې او وطن سره د مينې روايات ئې قائم ساتلي دي مونږ

د خپل شهيدانو قرضداري يو د دوي قربانۍ د پاکستان د استحکام بنياد دي ۔ شهيد ميجر معيز عباس خپل ابائي سيمه چکوال کښې سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارلي شوېدے ۔ ترهه ګرو سره نښتې دوران لانس نائيک جبران الله هم شهيد شوي وو،د سيکيورټي اهلکارو د کارروائۍ دوران يوؤلس شرخوښي وژلي شوي وو او اووه ژوبل شوي وو۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *