تازه خبرونه

 باجوړ عملیات : د ترهګرو پر ضد اپریشن کې د پاکستان پوځ مېجر شهید شوې

پاک افغان پوله سره څیرمه د باجوړ په سیمه کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پینځه ترهګر له منځه وړي دي
د پېښور پولیس د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې سرچ او سټرایک عملیات ترسره کوي

فایل فوټو : د سیکوریټي فورسز اهلکار د سرچ او سټرایک عملیاتو پر مهال

راولپنډۍ ، دسمبر 29، 2025: د پاکستان امنیتي ځواکونو نن د ګل په ورځ د باجوړ ضلعې د خار په  سیمه کې کامیاب استخباراتي عملیات ترسره کړی چې پکې د فتنہ الخوارج سره تړلي پنځه هندي ملاتړ لرونکي وسلوال ووژل شول

د پاکستان پوځ د میډیا څانګې ویلی دا عملیات د باور وړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پیل شول، چې له مخې یې د هندي پراکسي په توګه کارکوونکي خوارج ترهګر په سیمه کې موجود وو.

 د عملیاتو پر مهال ځواکونو په مؤثر ډول د ترهګرو پر ضد  نښته وکړه او پنځه ترهګر یې له منځه یووړل

د پاکستان امنیتي ځواکونو په زړورتیا د ترهګرو پر ضد نښته وکړه خو ترهګرو سره د ډزو د تبادلې پر مهال، مېجر عادل زمان چې عمری  36 کاله وو شهید شو

شهید میجر عادل  د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اوسېدونکی و، د خپلو سرتېرو مشري کوله او په ډیره  زړورتیا یې د ترهګرو پر ضد  جګړه وکړه او په آخر کې د ترهګرو لوري شهید کړې شو

د وژل شوو وسلوالو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شول، د آیی ایس پي ار راپور ترمخه وژل شوي ترهګر د امنیتي ځواکونو، قانون پلي کوونکو ادارو او بې‌ګناه ولس پر ضد په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل پاتې شوي وو

د پوځ د میډیا څانګه وایی چې په سیمه کې د نورو احتمالي وسلوالو  له منځه وړلو لپاره اپریشن دوام لري ترڅو سمه له ترهګرو پاکه کړي او د عام وګړو ژوند خوندي کړي

بیان کې ټینګار شوی چې د فدرالي اپېکس کمېټې له خوا د ملي عمل پلان تر منظوري لاندې د عزمِ استحکام د لیدلوري په رڼا کې به د پاکستان امنیتي ځواکونه او قانون پلي کوونکې ادارې د بهرني ملاتړ لرونکي ترهګرۍ  له منځه وړلو لپاره خپلې نه ودریدونکي  هڅې په بشپړ قوت سره جارې ساتي

نورخبرونه: پاکستان ملي تګلاره په خپله جوړوي:  ډی جي آیی ایس پي ار

د عمران خان بیانیه یوازی  سیاست  ته نه بلکې ملي امنیت ته ګواښ دی:  ډې جی آئی ایس پی آر

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *