تازه خبرونه

باجوړ ته نږدې په يو مدرسه کې ځانمرګی بريد شوی

په سيمه کې امنيتي تدابير نور هم سخت شوي دي، او د قانون پلي کوونکي ادارې د بريد د مسوولو عناصرو د نيولو او پېژندلو لپاره هڅې کوي
باجوړ ته نږدې په يو مدرسه کې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې د ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو او عامو ملکي وګړو د شهادت راپورونه ورکړل شوي دي

باجوړ ته نږدې په يو مدرسه کې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې د ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو او عامو ملکي وګړو د شهادت راپورونه ورکړل شوي دي

د باجوړ ولسوالۍ د ملنګۍ په سيمه کې په يو مدرسه کې ځانمرګی بريد شوی چې پکې امنيتي ځواکونو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچينو په وينا، په مدرسه کې د امنيتي ځواکونو او پوليسو يوه پوسته فعاله وه چې بريدګر ځان وچاوداوه.

د چاودنې له امله د مدرسې چت راپرېوتی او شاوخوا کورونو ته هم زيان رسېدلی دی. راپورونه وايي، په بريد کې ځينې امنيتي سرتېري شهيدان شوي او يو شمېر ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه او د ژغورنې ډلې سيمې ته رسېدلي، ساحه يې کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي. ټپيان نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي، د پېښې د څرنګوالي او انګېزو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او په سيمه کې امنيتي تدابير سخت شوي دي. سياسي او ټولنيزو حلقو د بريد غندنه کړې او د مسوولينو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *