تازه خبرونه

ایران کې احتجاجونه: امنیتي سرتیرو په ګډون ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړې

په ایران کې احتجاجونه له تیرو ۱۲ ورځو څخه دوام لري ، ایران کې اولس د اقتصادي بحران او ایرانۍ کرنسۍ د ارزښت راټیټیدلو پر ضد احتجاجونه کوي
ایران کې ځایی اولس د ایران حکومت پر ضد احتجاجونه کوي

د رسنیو د راپورونه ترمخه د احتجاجونو پر مهال د انټرنیټ سروس هم بند کړې شوې دې

په ایران کې د اقتصادي بحران او د ایراني کرنسۍ په په ارزښت کې کمي له امله له تیرو ۱۲ ورځو څخه احتجاجي لاریونونه دوام لري

په نړیوالو رسنیو کې د خپاره شویو راپورونو ترمخه دا احتجاجونه د ایران تر ۲۸ ولایتونو غځیدلي دي او تراوسه په دې احتجاجونه کې ۴۵ کسانو ژوند له له لاسه ورکړې دې ،په وژل شویو کسانو ې امنیتي ځواکونو اهلکار هم شامل دي چې ژوند ی له لاسه ورکړې دې

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، روان اعتراضونه د ایران ۲۷ ولایتونو ته غځېدلي دي، د رسنیو راپورونو ترمخه په بیله بیلو صوبو کې وکانداران او نور ښاریان هره ورځ  احتجاجي مظاهرې کوي

 د تازه مظاهرو پر مهال، لاریون کوونکو په مهمو ښارونو کې ټایرونه وسوځول او سړکونه یې وتړل چې له امله ی د ځایی ښاریانو او اوسیدونکو ژوند بداغیزمن شوې دې

ټرمپ ایران ته لوی ګواښ کړې

په داسې وخت کې په ایران کې اقتصادي بحران دې او د ایران اولس له لوري احتجاجونه دوام لري د امریکا اولس مشر لوري د ایران په اړه یو مهم بیان او د ایران حکومت لپاره یو لوی خبردارۍ مخې ته راغلې دې

 د امریکا ولسمشر په یوه مرکه کې خبرداری ورکړی چې که  مظاهرو پر مهال پر لاریون کوونکو بریدونه وشي او هغوی ووژل شي، نو امریکا به ایران ته سخت او پیاوړی ځواب ورکړي

ترکي او اسټریلیا خپل ډیپلوماټان له ایرانه اوویستل

ایراني کې د لاریونونو له پراخېدو وروسته ترکیې له تهران څخه خپل ډپيلوماټان او وګړي ایستلي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې انقري له تهران څخه د خپلو وګړو او ډيپلوماټانو ایستلو په موخه ۱۲چارتر الوتنې کړې دي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې له  دې وړاندې اسټرالیا هم له ایران څخه خپل وګړي او ډيپلوماټان ایستلي وو

په ورته مهال د فرانسې رسنیو خبر ورکړی، چې ایران کې د لاریونونو تر پراخېدو وروسته د ولسمشر پزشکیان په ګډون ګڼو لوړپوړو چارواکو کورنیو ترې د وېزو غوښتنه کړې.

ایراني رسنیو ویلي، د احتجاجونو پر مهال وسله‌والو شرخوښو پر پولیسو کاڼي ویشتلي او  پر امنیتي ځواکونو یې مستقیمې ډزې هم کړې دي.

راپورونه زیاتوي چې د تاوتریخوالي د کنټرول او د مظاهرو د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره، په ټول هېواد کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو اضافي سرتیري  ځای پر ځای شوي دي

په ایران کې د مظاهرو پر مهال انټرنېټ بند

په داسې وخت کې چې په ایران کې احتجاجونه ۱۲مې ورځې ته داخل شوي دي، د رسنیو د راپورونه ترمخه   په ټول ایران کې د انټرنېټ سروس هم په بشپړه توګه بند کړل شوي دې د انټرنېټ مانیټرنګ ګروپ نېټ بلاکس د انټرنېټ د بندښت پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې د دې بندښت اصلي لامل لا روښانه نه دی. یادې ادارې زیاته کړې چې ایراني چارواکو پخوا هم د مظاهرو پر مهال انټرنېټ بند کړې دې

Related Articles

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

د جرمني په پلازمېنه برلین کې د یوې غونډې پر مهال پر پخواني ایراني ولیعهد رضا پهلوي د کیچپ برید شوی، چې وروسته پولیسو مظاهره کوونکي نیولي دي

April 23, 2026

ډونلډ ټرمپ هند “جهنم” بللی او هندي او چیني کډوال یې “لیپټاپ ګانګسټرز” ګڼلي، چې له امله یې په امریکا کې نوی سیاسي جنجال راپورته شوی دی

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *