تازه خبرونه

امن بحالۍ لپاره قرباني ورکونکي پوليسو ته سلام ، د خېبر پښتونخوا بشمول ټول ملک کښې يوم شهدا پوليس نمانځلي شي

د بدامنۍ مخنيوي او جرمونو خاتمے لپاره د پوليسو قربانۍ به تل ياد ساتلي شي، ټول قام په شهيدانو وياړ کوي،صدر زرداري ۔ وزيراعظم شهبازشريف

د ملک دفاع ،د اولس تحفظ او د جرمونو د مخ نيوي لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکونکي پوليس شهيدانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کولو لپاره په ټول ملک کښې يوم شهدا پوليس نمانځلي شي،په دې موقع د خصوصي دستورو تابيا شوې چې پکښې شهيد پوليس اهلکارو د قربانو او خدماتو ستائينه شويده، شهيد پوليس افسرانو او ځوانانو په مزارونو د ګلونو څادرونه خواره کړي شويدي،د قرآن پاک ختمونه شويدي، د شهيدانو په يادګارونو موم بتې هم بلې کړي شويدي ۔

صدر مملکت آصف علي زرداري ، وزيراعظم شهباز شريف، داخله وزير محسن نقوي صوبائي ګورنرانو او وزرائے اعلي د امن بحالۍ او ملک دښمنه عناصرو عزائم د ناکامه کولو لپاره د پوليسو د قربانو ستائينه کړيده، د يوم شهدا پوليس د ورځې په مناسبت خپل بيانونو کښې حکومتي مشرانو وئيلي دي چې د پوليس ټول شهيدان زمونږ وياړ دي،پوليس شهيدانو زمونږ او د راتلونکي نسلونو د تحفظ لپاره خپل ځانونه قربان کړيدي دا قربانۍ به چرې هم ضائع نشي ټول قام به د خپل محسنانو دا قربانۍ نه هيره وي ۔ ملک کښې روانه بدامنۍ پيښو دوران اوسه پورې د اته زرو نه سيوا پوليس افسرانو او ځوانانو قربانۍ ورکړيدي ۔ يوم شهيدا پوليس د خېبر پښتونخوا د پخواني آئي جي صفت غیور په خود کش چاودنه کښې د شهيد کيدو نه پس هرکال په څلورم اګست نمانځلي شي، صفت غيور پيښور صدر کښې ايف سي هيډ کوارټر مخې ته شوي ځانمرګي بريد کښې سره د خپل ډرائيور شهيد شوي وو،صفت غيور هغه مهال د فرنټير کانسټيبلري د کمانډنټ په حيث ذمه وارۍ پورا کولے ۔ خېبرپښتونخوا کښې تير پنځه پنځوس کالو دوران د بدامنۍ د مخنيوي او جرائم پيشه ملزمانو خلاف د کارروائيو دوران د دوه زره او درې سوؤ نه زيات پوليس اهلکار شهيد شويدي ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *