تازه خبرونه

په ځواکونو حمله کوونکي به و نه بخښل شی ، په صوبه د امن پرځایی ساتلو دپاره ګامونه اخلی : فیصل کریم کندې

مردان — د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د دوشنبې په ورځ په مردان کې د “آزادي پاکستان سولر ایکسپو” پرانېسته وکړه او له رسنیو سره په خبرو کې یې څرګنده کړه چې پر امنیتي ځواکونو برید کوونکو پر ضد به د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شي او د صوبې امن به په هر قیمت په ځایی ساتلی شې
په ځواکونو حمله کوونکي به و نه بخښل شی ، په صوبه د امن پرځایی ساتلو دپاره ګامونه اخلی : فیصل کریم کندې

هغه دا هم وویل چې د لاریونونو او جلسو له لارې به د دې ګوند بنسټګر ته ازادي ور نه کړل شي، ځکه محکمې هغه ته سزاوې ورکړې دي او هېڅ ډول این آر او به ور نه کړل شي.

په ایکسپو کې له ۵۰ څخه زیات ملي او نړیوال شرکتونو د لمریزې انرژۍ اړوند محصولاتو سټالونه لګولي وو چې ګورنر یې معاینه وکړه. هغه وویل، د برېښنا د بحران په نظر کې نیولو سره د لمریزې انرژۍ اهمیت ډېر شوی او د مردان ۷۰ سلنه د مرمرو فابریکې لمریزې انرژۍ ته اوښتې دي.

د باجوړ د عملیاتو په اړه د افواهاتو د ردولو پر مهال ګورنر وویل چې په پېښور، ټانک او ډېره اسماعیل خان کې د ناامنۍ تر شا هېڅ قیمتي معدنیات نشته، بلکې دا د امن دښمن عناصرو کړنې دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *