تازه خبرونه

پهلګام حمله د حکومت انټلي جنس او سيکيورټي ناکامه وه،پاکستان الوتکې راغورځولې وې،د هند پخواني انټلي جنس چيف امرجيت

پهلګام کښې چې څه هم شوي وو هغه ټهيک نه وو،د هر پيښې ذمه وار پاکستان نه وي،امرجيت سنګ
پهلګام حملي د هند چارواکو د پاکستان کردار ستائينه کړې

سيمې استحکام لپاره د پاکستان کردار مهم دې،امرجيت

د هند حکومت يوه بله د دروغو پروپګنډا په ډاګه شويده ۔ د پاکستان خلاف په سفارتي سطح ناکامۍ نه پس نريندر مودي انتظاميې په کارکردګۍ د کور دننه هم آواز پورته شوېدے ۔ د هند انټلي جنس ادارے پخواني چيف امرجيت سنګ دولت د هند د انټلي جنس د ناکامۍ اعتراف کړيدے ۔ امرجيت سنګ وئيلي دي چې وزيراعظم نريندر مودي صرف د پاکستان مخالف بيانيې په ذريعه د اولس ذهنونه جوړه وي ۔

انټلي جنس ادارے پخواني چيف دا اعتراف هم کړيدے چې پاکستان د هند د حملو خلاف جوابي کارروائۍ دوران شپږ الوتکې راغورځولي وې ۔ امرجيت سنګ وائي چې په 22 اپريل پهلګام کښې څه هم شوي وو هغه ډير غلط وو داسې کيدل نه وو پکار،د پهلګام پيښه د هند سيکيورټي کوتاهۍ او انټلي جنس ناکامۍ لوجې رامخې ته شوي وه خو مودي انتظاميې سره دې پيښه کښې د پاکستان د ککړتيا هيڅ شهادت نشته ۔

امرجيت زياته کړيده چې دا قسمه پيښې مخکښې هم شويدي خو پاکستان دې کښې ککړ کولو هيڅ قسمه ثبوتونه مونږ نه وو پيدا کړي ،په کشمير او هند کښې کيدونکې د ترهه ګرۍ د هرې پيښې ذمه وار پاکستان ګرځول نه دي پکار ۔ امرجيت سنګ دولت د منطقې د امن لپاره د پاکستان او د پاک پوځ کردار مهم ګرځولي او وئيلي ئي دي چې د پاکستان فيلډمارشل عاصم منير د ايران او اسرائيل جنګ بندۍ کښې اهم کردار ادا کولې شي ۔

د هند حکمرانې ډلې ممبرانو او اپوزيشن ډلو هم د پاکستان خلاف د جارحيت او پهلګام حملې نه پس په پاکستان حملې د نريندر مودي حکومت د ټولو لويه غلطي ګرځولي وه او د حکومت په دې اقداماتو ئې د افسوس اظهار کړي وو،د لوک سبها زياتره ممبرانو هم تصديق کړي وو چې پاکستان د هند خلاف جوابي حملو کښې رافيل بشمول شپږ الوتکې ويشتلې وې اوس د هند انټلي جنس ادارے پخواني مشر هم اعتراف وکړو چې پهلګام حمله کښې پاکستان ککړ کول او بيا په پاکستان حملې د حکومت غلطي و

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *