تازه خبرونه

پاکستان ۱۰۰ سل ټنه مرستندوېه توکي غزه ته لیږلې

د اتلسمې جوپې له لېږد وروسته د پاکستان له لوري غزه ته ټولې مرستې ۱۸۱۵ ټنه ته رسېدلې دي
پاکستان ۱۰۰ سل ټنه مرستندوېه توکي غزه ته لیږلې

د پاکستان لوري د غزه مسلمانانو لپاره د ۱۸اتلسمه جوپه وه چې غزه ته ولیږل شوه

پاکستان په نړیوالو فورمونو د غزه مسلمانانو سره د روان ظلم په ضد غږ پورته کړې دې او د غزه مسلمانانو لپاره ی خوراکي مرستې او د ژوند نور ضروري توکي هم غزه ته استولي دي.

له حکومتي ادارې این ډي ایم اې څخه خپور یو راپور ترمخه پاکستان د ۱۰۰ سل ټنه نورې مرستې هم غزه ته لیږلي دي ، په راپور کښې وایی چې دا د پاکستان غزه لپاره د مرستو لیږلو ۱۸اتلسمه جوپه ده.

د این ډي ایم اې ویاند په وینا، د حکومت له لوري لېږل شوې مرستو کښې د وچ راشن بستې، تیار خواړه او درمل شامل دي۔ د اتلسمې جوپې له لېږد وروسته د پاکستان له لوري غزه ته ټولې مرستې ۱۸۱۵ ټنه ته رسېدلې دي۔
په اسلام آباد کښې د مرستو لیږلو په اړه تابیا شوې غونډه کښې د بهرنیو چارو وزارت،این ډي ایم اې چارواکو او د فلسطین سفیر ګډون وکړو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې پاکستان د غزې له ولس سره د دوامدارې همدردۍ په عزم ولاړ دی او د آزاد فلسطین د جوړېدو پر دریځ ولاړ پاتې دی۔ د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو له مخې د فلسطین پلازمېنه باید بیت‌المقدس وي۔

اطلاعاتو او کلتور وفاقي وزیر عطاالله تارړ د مرستې د لېږلو په مراسمو کې وویل چې ۱۰۰ ټنه مرستندویه توکي غزې ته لېږل کېږي۔ د مرستو کښتۍ به په اردن کې کښته شي او له هغه ځایه به غزه ته انتقال شي۔

وفاقي وزیر د اسراییلو د فلسطینیانو پر ضد ظلمونه په کلکه وغندل او زیاته یې کړه چې الخدمت فاونډېشن هم د غزه مسلمانانو ته مرستې لیږلي دي۔ هغه وویل: “مونږ د فلسطین له وروڼو او خوېندو سره ولاړ یو او په راتلونکي کښې به هم د فلسطینیانو لپاره د مرستو لړۍ به دوام ولري. .”

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *