تازه خبرونه

پاکستان د هند د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې لمسوونکې، بې‌اساسه او پروپاګنډه وبللې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د منفي او «بې‌اساسه» هندي څرګندونو په اړه خبري کنفرانس ته وینا کړې ده او د هند څرګندونې ی بې اساسه بللي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې هند غواړي په داسې بې اساسه او د درواغو بیانونه په پاکستان کې د هند ملاتړ لرونکې ترهګرۍ څخه د خلکو پام واړوي

اسلام‌اباد :  پاکستان د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر تازه څرګندونې   سخته لمسوونکې، بې‌اساسه او غیرمسؤلانه  وبللې او په کلکه یې وغندلې  

د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې هند د پاکستان پوځ په نښه کولو ته هڅې کوي، او دا ټول د یوې لویې دروغجنې پروپاګنډۍ برخه ده.

د اعلامیې له مخې، د دغې پروپاګنډي‌ شبکې شواهد د اروپايي اتحادیې د ډي‌ساینفو لېب د څېړنو په ترڅ کې بربنډ شوي دي.  د اي یو ډیس انفو لیب  راپور ښيي چې له  ۲۰۰۵ کال راهیسې د هند له لوري د ۱۱۶ هېوادونو په منځ کې ۷۵۰ جعلي رسنۍ، له ۵۵۰ ډېرې ویبپاڼې، جعلي هویتونه، او د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو پورته شوي نومونه کارول شوي څو د پاکستان پر ضد همغږې ناسمې خبرې خپرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابې وویل ,,پاکستان په صفا ډول د هند د بهرنیو چارو وزیر لمسوونکې، بې‌اساسه او غیرمسؤلانه څرګندونې ردوي او غندي، نوموړي زیاته کړه چې دا څرګندونې د پاکستان د ادارو د بدنامولو او د سیمې د ګډوډۍ څخه د هند د کړنو د پټولو هڅه ده

هند غواړي د خپلو سیمیزو کړنو توجه واړوي

اندرابې په خپلو څرګندونو کې وویل چې پاکستان یو مسؤل هېواد دی او ټول دولتي بنسټونه یې، په ځانګړي ډول پوځ، د ملي امنیت د ستنو په توګه د هېواد د حاکمیت او سرحدي بشپړتیا د ساتنې لپاره کار کوي

ویاند زیاته کړه چې د ۲۰۲۵م کال په مې میاشت کې رامنځته شوې نښته یو ځل بیا ثابته کړه چې د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د هر ډول هندي تېریو پر وړاندې مسلکي، مؤثر او مسؤل چلند لري. ٫٫هیڅ ډول پروپاګنډه د دې حقیقت پرده نه شي اچولی

نوموړي دا هم وویل چې د هند مشرتابه د پاکستان د ادارو د بدنامولو هڅه کوي څو د سیمې د بې‌ثباته کولو په برخو کې خپلې کړنې پټې کړي او په پاکستان کې د هند په مالي ملاتړ له روانې  ترهګرۍ څخه د خلکو توجه واړوي

هند دې د خپلې هندوتوا توندلارې تګلارې ته کتنه وکړي

په اعلامیه کې په توند ټکو ویل شوي ,,هند باید د هندوتوا د فاشیستي او توندرو تګلارې په اړه ژوره څېړنه وکړي، کومه چې د د هولو ټکولو ، د جسماني تشدد ،  ناوړه بندیزونو، او د عبادت ځایونو د ویجاړولو لړۍ پرمخ وړي

اعلامیه  کې په پای کې ویل شوي چې پاکستان د ګډ ژوند، خبرو اترو او دیپلوماسۍ په اصل باور لري، خو په خپلو ملي ګټو، حاکمیت او دفاع کې متحد، ثابت او کلک ولاړدې

Related Articles

جعلي پلېټفارم دروغ خبر خپور کړی، د ولسمشر د ناروغۍ او د پوځ د فشار دعوه شوې

April 23, 2026

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

د جرمني په پلازمېنه برلین کې د یوې غونډې پر مهال پر پخواني ایراني ولیعهد رضا پهلوي د کیچپ برید شوی، چې وروسته پولیسو مظاهره کوونکي نیولي دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *