تازه خبرونه

پاکستان د روس او يوکرائن جهګړه کښې د پاکستاني وګړو د شموليت په حواله د صدر زيلنسکي تورونه مسترد کړيدي

د يوکرائن د صدر الزامات بے بنياده او دروغ دي، يوکرائن حکومت نه د دې الزاماتو وضاحت غوښتې شوېدے،خارجه دفتر ترجمان
پاکستان د شندور آپريشن په حواله د هند وزيراعظم مودي او نورو وزيرانو بے بنياده دعوې او بيانات مسترد کړيدي

مودي د آپريشن سندور اصل حقائق د قام نه پټ ساتلي دي،خارجه دفتر

د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان يوکرائن جنګ کښې د پاکستانيانو د ککړټيا په حواله د صدر زيلنسکي په الزاماتو سخت رد عمل ښودلې دے، د خارجه دفتر ترجمان خپل بيان کښې وئيلي دي چې پاکستان د يوکرائن د صدر دغه تورونه مسترد کوي، دې الزاماتو کښې هيڅ حقيقت نشته ۔ بيان ترمخه د يوکرائن چارواکو روس سره روان جهګړه کښې د پاکستانيانو د برخه اخستو په حواله څه ثبوتونه نه دي وړاندې کړے او نه تر دې دمه د يوکرائن چارواکو پاکستان سره څه قسمه رابطه کړيده ۔خپل بيان کښې د خارجه دفتر ترجمان زياته کړيده چې پاکستان د روس او د يوکرائن د شخړې پرامن او سفارتي حل راويستو باندې باور لري او د متحده قامونو د چارټر مطابق د خبرو د لارې د دې مسئلې حل لپاره د کوششونو ملاټر به کوؤ ۔ د يوکرائن صدر زيلنسکي په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې د يوکرائن خلاف جهګړې لپاره روس د پاکستان،چين،تاجکستان،ازبکستان او د افريقې ملکونو نه جنګيالي راوستي دي او پوځ کښې ئې بهرتي کړيدي ۔ زيلنسکي بيان ترمخه روس سره روان تاؤ تريخوالي او جهګړه کښې د کرائے د جنګيالو به مونږ د دې ملکونو نه جواب غواړو ۔

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *