تازه خبرونه

 ټانک کې ترهګریز ریموټ کنټرول برید: ایس ایچ او سره د شپږو سرتیرو شهیدان شوي

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل
د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د ګومل بازار پر سړک د ریموټ کنټرول بم چاودنې وروسته د پولیسو د زغره وال ګاډي پاتې شوني

د ټانک په ضلع کې د آی ای ډي برید وروسته ویجاړ شوی د پولیسو زغره وال موټر

ټانک / ډېره اسماعیل خان: د پولیسو چارواکی وایی د ګل په ورځ لږ تر لږه شپږ پولیس سرتېري هغه مهال شهیدان شول کله چې د ریموټ کنټرول آی ای ډي بم د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د ګومل بازار سړک پر سر د پولیسو له زغره وال ګاډي  سره نږدې وچاودېدو

دا  چاودنه د کوټ ولي سیمې ته نږدې، چې له ټانک ښار شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې پرته ده،  کی رامنځته شوه چی له امله یې زغره وال ګاډی په بشپړ ډول ویجاړ شو. یاد ګاډی د برید پر مهال پر معمول ګزمه بوخت و.

د پولیسو د سرچینو له مخې، په شهیدانو کې ایس ایچ او اسحاق، اے ایس آی شیر عالم، شفیع، حضرت علي، احسان الله او مجید (ډرایور) شامل دي.

له چاودنې وروسته، د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونه د پېښې ځای ته ورسېدل او د شهیدانو جسدونه یې نږدې روغتون ته ولېږدول.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون او پاکولو عملیات پیل کړل، تر دی دمه کومې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد پلټنې پیل کړي دي

Related Articles

د نيوکو سره سره اسلام‌اباد وايي، اصلي موخه د خبرو دوام او د تاوتريخوالي مخنيوی دی، نه ژر او ظاهري پايلې

April 22, 2026

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *