تازه خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف او فیلډمارشل عاصم منیر سوات او بونیر ته تللي

په اغیزمنو سیمو کې د اړوند حکومتي ادارو لوري او یو شمیر د خیر ښیګړې تنظیمونو لوري د مرستو لړۍ روانه ده
وزیراعظم شهباز شریف او فیلډمارشل عاصم منیر سوات او بونیر ته تللي

په رسنیو کښې چاپ د یو راپور له مخې وزیراعظم شهبازشريف او فیلډ مارشال عاصم منیر تر ټولو لومړی سوات ته لاړل چرته چې د وفاقي وزیر امیر مقام له خوا د دوی هرکلی وشو

وزیراعظم شهبازشريف او فیلډ مارشال عاصم منیر د سېلاب ځپلو سیمو د دورې لپاره روان شوي، او رسنیو راپور وایی چې دوی د خیبر پښتونخوا سویټزرلینډ سوات ته رسیدلې دي.
په رسنیو کښې چاپ د یو راپور له مخې وزیراعظم شهبازشريف او فیلډ مارشال عاصم منیر تر ټولو لومړی سوات ته لاړل چرته چې د وفاقي وزیر امیر مقام له خوا د دوی هرکلی وشو۔

د چارواکو په وینا، وزیراعظم او فیلډ مارشال له سوات وروسته بونیر ته تللي دي، رسنیو راپور وایی چې دا لوړپوړي چارواکي به په دې سیمو کې سیلاب ځپلو سیمو لیدنه وکړي او اغیزمنو کسانو سره به لیدنه وکړي.

دلته باید یادونه وشی چې د کلاوډبرسټ او سیلابي څپو څخه د خیبر پښتونخوا تر ټولو زیات اغیزمن شوې سیمې بونیر او قبایلي سیمه باجوړدي.

په اغیزمنو سیمو کې د اړوند حکومتي ادارو لوري او یو شمیر د خیر ښیګړې تنظیمونو لوري د مرستو لړۍ روانه ده.

د این ډي اېم اې په وینا، نن سهار د باجوړ او مانسهرې لپاره دوه جلا جلا مرستې لیږل شوي دي ، چې پکې خیمې، کمبلونه، جنریټرونه، د اوبو ایستلو پمپونه، د وریژو بوجۍ او درمل شامل دي۔

د این ډي اېم اې د معلوماتو له مخې، دغه مرستندویه سامان به د سېلاب ځپلو خلکو تر وېش وړاندې اړوندې ضلعي ادارې ته وسپارل شي۔ این ډي اېم اې د پاکستان فوځ او فلاحی ادارو په مرسته د خیبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان لپاره مرستندویه سامان هم لیږي.

دا مهمه ده او باید یادونه وشي چې وړمه ورځ وفاقي وزیر او د مسلم لیګ (ن) د خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د باجوړ دوره وکړه، هلته یې د تحصیل سلارزۍ د سېلاب اغېزمنو کورنیو سره غمشریکي وکړه او د وژل شویو کسانو لپاره یې د وفاقي حکومت له لوري د ۲۰ لکه روپۍ مرستې اعلان وکړ. بل پلو په خیبرپښتونخوا کې د صوابۍ په ضلع کې هم پرون د کلاوډبرسټ او سختو بارانونو له امله ۴ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر کورونه د سېلابي اوبو لاندې شوي دي. د پي ډي اېم اې د وړاندوینې له مخې د اګست له ۱۷ څخه تر ۱۹ نېټې پورې د سختو بارانونو امکان شته او اوسنی باراني لړۍ به د اګست تر ۲۱ نېټې پورې په وقفو سره روانه وي

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *