تازه خبرونه

وادي تیراه کې ځانمرګي برید: د امنیتي ځواک یو اهلکار شهید شوې

ددې برید ذمه واري کالعدم تنظیم اتحاد المجاهدین پاکستان له لوري منل شوې او ادعا یې کړې چې دا برید قاري عمر آفریدي په نوم بریدګر ترسره کړی دی
وادي تیراه کې ځانمرګي برید: د امنیتي ځواک یو اهلکار شهید شوې

رسنیو ته د رارسیدلي راپورنو ترمخه برید قاري عمر افریدي ترسره کړې دې

پاک افغان بارډر سره څیرمه د ضلع خیبر لرې پرته سیمه وادي تیراه کې د ذخه خېل پړاک بنګله هیډکوارټرمرکزي دروازې مخې ته ځانمرګي برید کوونکي ځان ته چاودنه ورکړې ده

سرچینې تایدوي چې په دې ځانمرګي برید کې د امنیتي ځواک یو حوالدار ارشد شهید شوی او څو نور امنیتي اهلکار ټپیان شوي دي

دلته باید یادونه وشی چې رسینو ته رارسیدلي راپورونه وایی چې ددې برید ذمه واري د کالعدم ډلې تنظیم اتحاد المجاهدین پاکستان له لوري منل شوې او ادعا یې کړې چې دا برید قاري عمر آفریدي په نوم بریدګر ترسره کړی دی

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په دې لنډو ورځو کې د ناقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان مشرانو او د تیراه برقمبر خیلو د جرګې مشرانو ترمینځ یو تړون هم شوې وو ، د تړون له مخې دواړه لوري په دې راضي شوي وو چې هیڅ کوم اړخ به په برید کې لومړیتوب نه کوي

بل اړخ ته په تیراه میدان او نزدې سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لوري د ترهګرو د لټون لپاره عملیات روان دي

د برید په پایله کې ټپیان اهلکار روغتون ته رسول شوي دي. د ځانمرګري برید وروسته په سیمه کې د ځایی اولس ترمینځ ډار او اندیښنې راولاړې شوي دي

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *