تازه خبرونه

هنګو کښې ترهګرو په ضد عملیات کښې څلور خوارج اووژل شو

د هنګو پولیس وایی چې د دوآبه په یو شمیر سیمو کې تراوسه د ترهګرو په ضد اپریشن دوام لري.
د هنګو پولیس وایی چې تراوسه په یو شمیر سیمو کښې د ترهګرو په ضد اپریشن دوام لري.

د پولیس سرچینې وایی چې په عملیاتو کښې ډي پي او خالد خان ژوبل شوې او د پیښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوې دې.

ټپي ډي پي او خالد خان د ریسکو۱۱۲۲ په ایمبولینس کښې د خیبرپښتونخوا مرکزي ښار پیښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوې دې.

د خیبر پښتونخوا کوهاټ په هنګو سیمه کښې پولیسو په سیمه کښې د ترهګرو په ضد عملیات ترسره کړل.

د پولیس سرچینو ترمخه په عملیاتو کښې څلور وسله وال خوارج اووژل شول، پولیس وایی چې د عملیاتو په ترڅ کښې د پولیس مشر خالد خان سخت ټپی شو.

د پولیس سرچینې وایی چې ټپي ډي پي او خالد خان د ریسکو۱۱۲۲ په ایمبولینس کښې د خیبرپښتونخوا مرکزي ښار پیښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوې دې.

د پولیسو سرچینو ترمخه نن د هنګو په دوآبه سیمه کښې د پولیس ځواک او ټل سکاوټس امنیتي ځواکونو په ګډه د ترهګرو په ضد عملیات ترسره کړل.
پولیس وایی چې د هنګو په زرګیري، شناوړي او یو شمیر نورو سیمو کې ټارګټډ اپریشن دوام لري.
سرچینو تاید کړې چې د ډي پي او خالد خان درې ګولۍ لګیدلې دې او د هغه روغتیایی حالت نازک ښودل کیږي. سرچینې تایدوي چې په عملیاتو کښې ۴ څلور ترهګر وژل شوي دي او په سیمه کښې عملیات دوام لري.

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *